د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ایران کې پارلېماني انتخابات روان دي


د ایران پارلېمان ۲۹۰ څوکۍ لري

تهران - په ایران کې د فبرورۍ پر ۲۱مه پارلېماني انتخابات روان دي چې د هېواد سختدریځه مذهبي مشرانو ورته وار له مخه نوماندان غوره کړي.

د ایران محافظه کارې شورای نګهبان د پارلېمان د ۲۹۰ څوکیو لپاره ۷،۱۴۸ کسان د نوماندۍ لپاره منلي او شاوخوا ۹،۰۰۰ درخواستونه یې رد کړي.

د اوسني پارلېمان ۹۰ غړي هم په هغو کې شامل دي چې شورای نګهبان یې غوښتنلیکونه رد کړي.

په دوی کې ډېری د منځلارو یا اصلاح غوښتونکو په توګه پېژندل کېدل.

په ایران کې پارلېماني انتخابات د پېښور له وخت سره سم د سهار له نهه نیمو بجو پیل شوي چې تر اووه نیمو بجو به روان وي.

د امریکا بندیزونه

په عین وخت کې، امریکا، د شورای نګهبان د منشي او بانفوذه محافظه کاره مذهبي مشر احمد جنتي په ګډون پر پېنځو انتخاباتي چارواکو بندیزونه لګولي دي.

د ایران لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي براین هوک د فبرورۍ پر ۲۰مه په واشنګټن کې وویل، دا اقدام یې پر کاندیدانو د "بندیز" او له "ازادو او رڼو انتخاباتو څخه د ایراني ولس د بې برخې کولو" په غبرګون کې کړی.

ده د ایران پارلېماني انتخابات یوه "ډرامه" وبلل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپېو هم د فبرورۍ پر ۲۰مه په یوه بیان کې وویل چې د "جنتي په څېر خطیبانو له تېرو ۴۱ کلونو راهیسې ایرانیان د رایې ورکولو له لارې له واقعي انتخابه محروم ساتلي."

د فېسبوک تبصرې

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG