د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران د جاسوسۍ په تور ۲ کسانو ته سزا اورولې، یو شمېر نور یې نیولي


د ایرانۍ عدلیې ویاند غلام حسین اسماعیلي
د ایرانۍ عدلیې ویاند غلام حسین اسماعیلي

ایرانیو چارواکو برتانیې، جرمنې او اسراییلو ته د جاسوسۍ په تور د دوو کسانو د بندولو او د "یو شمېر جاسوسانو" نیولو خبر ورکړی دی.

د عدلیې ویاند غلام حسین اسماعیلي د اګست پر ۱۱مه ویلي چې ایران توکمه اسټریایي (اتریشي) وګړي مسعود مصاحب ته د ۱۰ کلونو د بند سزا اورول شوې ده.

اسماعیلي تور پورې کړ چې مصاحب چې د ایران او اسټریا د ملګرتیا ټولنې مشري یې کړې، له جرمن او اسراییلي استخباراتو سره تړاو لري او "بهرنیو ته" یې د ایران "د پوځي، اټومي، نینو ټېکنالوژۍ (د خورا وړو شیانو د پوهې څانګه) او روغتیايي پروژو په اړه معلومات ورکړي."

اسټریایۍ ورځپاڼې کورییر خبر ورکړی چې ۷۳ کلن مصاحب هغه مهال نیول شوی وو چې د ۲۰۱۹ز کال په جنورۍ کې یې د یوې روغتیايي پروژې په اړه ایران ته د تللي پلاوي مشري کوله.

د اسټریا د بهرنیو چارو وزارت وايي، مصاحب ته د رسېدو اجازه نه لري ځکه چې ایران غبرګ شهریت په رسمیت نه پېژني او ګڼي چې پر دوو تابعیت لرونکو ایراني قوانین عملي کېږي.

اسماعیلي دعوه وکړه چې د شهرام شېرخاني په نوم بل بندي کس د برتانیویو استخباراتو لپاره کار کوله. ده ته هم د ۱۰ کلن بند سزا اورول شوې.

د ایرانۍ عدلیې ویاند تور پورې کړ چې شېرخاني په "درغلۍ د چارواکو ککړولو" او د خلکو "ګومارنې" هڅې کولې چې د "ملي بانک او دفاع وزارت د ټېکو" په اړه معلومات ترلاسه کړي.

اسماعیلي وویل، په وروستیو کې یې پېنځه نور کسان نیولي چې د ایرانیو چارواکو په ادعا ورباندې د جاسوسۍ تور دی.

نوموړي د ګرفتارو کسانو نومونه او پر هغوی تورونه په ډاګه نه کړل.

په عین وخت کې د ایران د استخباراتو وزارت ویلي دي چې "له بهرنیو استخباراتو سره په تړاو" یې "یو شمېر جاسوسان پېژندلي او نیولي" دي.

وزارت دعوه کوي چې ګرفتار کسان د امریکايي، اسراییلي او اروپايي استخباراتي ادارو لپاره د اقتصادي، اټومي، بېخبنايي (انفراسټرکچر)، پوځي او سیاسي څانګو د حساسو او مهمو مرکزونو په اړه د جاسوسۍ په تکل ول.

تهران په وروستیو کې د یو شمېر کسانو د ګرفتاریو او د ځینو هغو د اعدامولو خبر ورکړی دی چې ایرانیو عدالتونو ورته د جاسوسۍ په تور سزاګانې اورولې وې.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG