د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: اپوزیشن ګوندونو له مریم نواز سره د پولیسو چلند غندلی دی


مریم نواز د اګست پر ۱۱مه عدالت ته روانه وه چې د ملاتړیو او پولیسو ترمنځ تاوتریخوالی وشو

په پاکستان کې د اپوزيشن یو شمېر ګوندونو د مسلم ليګ (ن) د مشر له مرستيالې مريم نواز سره د اګست پر ۱۱مه د شوي سلوک غندنه کړې.

د اګست پر ۱۱مه په لاهور کې د احتساب قامي ادارې (نیب) عدالت ته د وړاندې کېدو پر مهال د مريم نواز ملاتړو او پولیسو ترمنځ اخ و ډب وشو.

تر دې نښتو وروسته، پولیسو د مسلم ليګ (ن) ځينې غړي ‌نيولي او نیب ويلي ول چې د دې ګوند خلاف به د سرکار په کار کې د مداخلې پر بنياد له پولیسو سره رپورټ دایروي.

د سې شنبې پر ورځ په اسلام اباد کې له خبريالانو سره په خبرو کې د اپوزیشن جميعت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان وويل چې حکومت د نیب لارې اپوزيشن ګوندونه له ديوال سره لګوي.

د عوامي نېشنل ګوند عمومي سېکرټر ميا افتخار حسین پر ټوېټر لیکلي چې نیب مخکې انتقامي احتساب کاوه خو اوس يې په تشدد هم لاس پورې کړ.

د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري هم پر ټوېټر د مریم نواز او د مسلم لیګ (ن) غړو پر ضد د "غیر ضروري طاقت" کارولو غندنه کړې.

خو حکومت دغه تورونه رد کړي دي.

مريم نواز تر دې پېښې وروسته په لاهور کې په يوه خبري غونډه کې وويل چې په ملکي وګړو د پوليسو تشدد د زغملو نه دی.

نوموړې نیب ته د دې لپاره ورغوښتل شوې وه چې په رايونډ کې د ځمکې اخیستو په اړه راپورته شوې پوښتنې ځواب کړي.

د پولیسو او د هغې د ملاتړو اخ و ډب هغه مهال وشو چې مريم نوار له څو ګاډو سره عدالت ته ورورسېده.

له ودانۍ بهر د دې تاوتريخوالي له وجې د احتساب قامي ادارې د هغې بيان له رېکارډولو انکار وکړ.

دې ادارې تر پېښې وروسته په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د مريم نواز ملاتړو ګډوډي جوړه کړې ده او قانون یې په خپل لاس کې اخیستی دی.

د خبرپاڼې ترمخه د مسلم ليګ دې غړو او ځينو نورو کسانو د نیب ادارې پر دفتر کاڼي وورول او ښيښې یې ماتې کړې.

هلته د مسلم لیګ (ن) مريم نواز پر ټوېټر ليکلي چې پولیسو ورسره پر ورغلیو خلک اوښکې بهوونکی ګیس کارولی او وهلي يې دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG