د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اوکراین او بېلتونپالو ترمنځ د زندانیانو تبادله شوې


دا په تېرو څو میاشتو کې د بندیانو دویمه تبادله ده.
دا په تېرو څو میاشتو کې د بندیانو دویمه تبادله ده.

پراګ ـ د اوکراین د حکومت او په ختیځ اوکراین کې د روسیې ملاتړ لرونکیو بیلتون پالو ترمنځ د ډېسېمبرپر ۲۹مه د بندیانو تبادله وشوه.

د بندیانو د تبادلې په ترڅ کې د دواړو خواوو څه نا څه ۲۰۰ بندیان خوشې شول. راپورونه وايي، اوکراین د بندیانو د تبادلې پر مهال خپل ۷۶ کسان تر لاسه کړي چې دوه پکې د ازادې اروپا راډیو خبریالان هم دي او ۱۲۷ کسان یې د ډونېڅک بیلتون پالو ته سپارلې دي.

د ازادې اروپا راډيو د خپلې اوکراینۍ څانګې د دوو خبریالانو د خوشي کېدو هرکلی کړی دی.

ستانیسلاف اسییف او اولی هلازییوک په ۲۰۱۷م کال کې د روس ملاتړ لرونکو بیلتون پالو پر دی تور نیولې وو چې د اوکراین په ختیځ کې په دونیڅک سیمه کې یې خبرونه جوړول.

د ازادې اروپا رېډيو مشر جیمي فلای د ډېسېمبر پر۲۹مه په یو بیان کې ویلي، د هغوی دواړه خبریالان تر دوه نیمو کلونو پورې په داسې بند کې وو چې له خپلوانو سره یې رابطه هم نشوه کولای.

نوموړي ویلي، د ازادې اروپا رېډیو خبریالانو څه جرم نه وو کړی البته په خپل وطن کې یې د روسیې د قبضې په اړه رښتیني راپورونه ورکول.

جیمي فلای د اوکراین د ولسمشر ولادومیر زېلېنسکي او د هغه هېواد او روسیې د استازو په ګډون په اروپا کې د امنیت او همکارۍ د سازمان څخه مننه او د هغو هڅو ستاینه کړې چې له مخې یې د هغوی خبریالان خوشې شول.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG