د لاسرسي ځای

تازه خبر

د روغتیا نړیوال سازمان: اومېکرون او ډېلټا بڼې 'غبرګ ګواښونه' دي


د روغتیا نړیوال سازمان وايي اوسمهال د اومېکرون او ډېلټا بڼو له وجې د کورونا وایرس پېښې په زیاتېدو دي - انځور له ارشیفه
د روغتیا نړیوال سازمان وايي اوسمهال د اومېکرون او ډېلټا بڼو له وجې د کورونا وایرس پېښې په زیاتېدو دي - انځور له ارشیفه

د روغتیا د نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) مشر خبرداری ورکړی دی چې د کورونا وایرس اومېکرون او ډېلټا بڼې ښايي په ګډه نړۍ د "پېښو له څونامۍ" سره مخامخ کړي او په دې ډول د روغتیا نظامونه تر زښت فشار لاندې راولي.

تېدروس ایدهانوم ګیبریېسس دا خبره د ډېسېمبر پر ۲۹مه په داسې حال کې کړې ده چې تر دې مخکې څېړنو ښوولې چې د وایرس اومېکرون بڼه خلک سخت نه ناروغوي.

په عین وخت کې په امریکا، فرانسه او برتانیا کې د اومېکرون بڼې پېښې په زیاتېدو دي. د جانز هاپکېنز پوهنتون له شمېرو سره سم، په امریکا کې د ډېسېمبر تر ۲۹مې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ پېښې د اوونۍ تر ټولو لوړ کچ ته ورسېدې.

د فرانسې د عامې روغتیا وزیر اولېور وېران د چارشنبې پر ورځ وویل چې په هغه هېواد کې یې په یوه ورځ کې رېکارډ پېښې ثبت کړې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د ډېسېمبر له ۲۲مې څخه تر ۲۸مې پورې، په ګرده نړۍ کې تر شپږ نیم مېلیونه زیاتې پېښې ثبت شوې دي. دا د ۲۰۲۰ز کال په مارچ کې د جهاني وبا له پیل راهیسې په یوه اوونۍ کې تر ټولو زیاتې ثبت شوې پېښې دي.

روغتیاپالان وايي، اومېکرون بڼه په چټکۍ خپرېږي او هغه کسان یې هم وړجن کړي چې بشپړ واکسین شوي یا پخوا هم په کووېډ-۱۹ ناروغۍ اخته شوي ول.

د ډبلیو اېچ او مشر تېدروس ایدهانوم ګیبریېسس د وایرس ډېلټا او اومېکرون بڼې "غبرګ ګواښونه" بللي دي. دی وايي، د دې دواړو بڼو له وجې پېښې، په روغتونونو کې د خلکو بسترېدل او مړینې په زیاتېدو دي.

ده زیاته کړه چې "زښت اندېښمن" دی ځکه چې اومېکرون بڼه د خپرېدو په حال کې ده او ورسره ډېلټا بڼه د "پېښو د څونامۍ" لامل ګرځي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG