د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اورکزیو یوه کلي خلک دعوه کوي چې اېف سي سرتېرو ورباندې تشدد کړی


حکومت دوه کاله مخکې له فېروزخېلو تر ګووين پورې د شپږ کیلوميټره سړک جوړولو منظوري ورکړې وه - پخوانی انځور
حکومت دوه کاله مخکې له فېروزخېلو تر ګووين پورې د شپږ کیلوميټره سړک جوړولو منظوري ورکړې وه - پخوانی انځور

د خيبر پښتونخوا په اورکزیو کې ځايي مشران ادعا کوي چې اېف سي ځواک د ګووين سيمې پر ځينو اوسېدونکو تشدد کړی دی.

هغو مشرانو د اکتوبر پر پينځمه مشال راډيو ته وويل چې اېف سي ځواک د هغوی په سيمه کې سړک جوړول غوښتل خو چې کله ځايي خلکو دې کار ته پرې نه ښوول نو اېف سي ځواک تشدد ورباندې وکړ او د دوی پينځه کسان يې ونيول.

ځايي انتظامیې او اېف سي ځواک لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

يو ځايي مشر صفي الله اورکزي مشال راډیو ته وويل، که د هغوی پر ځمکه سړک تېرېږي، نو حکومت دې معاوضه ورکړي، ځکه چې دا سړک یې "پر قيمتي ځمکو او کورونو" تېرېږي.

د فېروزخېلو ځايي مشر حلیم ګل مشال راډیو ته وویل، د ګووین د اوسېدونکو غوښتنه جایزه ده خو اېف سي ځواک یې له حقه "په شا کولو لپاره" د خپلو "اختیاراتو ناجایزه استعمال" کړی دی چې دی یې غندي.

ده زياته کړه چې د سړک جوړلو خلاف د ځايي اوسېدونکو مقدمه په عدالت کې روانه ده، خو پر دې سربېره حکومت په زور مشينونه وروړي دي.

د ځايي وګړو د ادعا او اندېښنو په اړه د اېف سي ځواک چارواکي، د ضلعي پولیسو مشر نثار احمد او له سيمې د صوبايي اسمبلۍ غړی غازي غزن جمال له مشال راډيو سره خبرو کولو ته تیار نه شول.

خو د مسلې د حل لپاره ضلعي انتظاميې د اکتوبر پر شپږمه د ګووين سيمې مشران کلایې هېډکوارټر ته وربللي دي.

حکومت دوه کاله مخکې له فېروزخېلو تر ګووين پورې د شپږ کېلوميټره سړک جوړولو منظوري ورکړې وه، خو وروسته یې نقشه له میربکه څخه د ګووین پر لارې سنګړۍ ته بدله شوه چې ځايي خلکو يې مخالفت وکړ او دا اقدام يې په عدالت کې چیلېنج کړ.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG