د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د اسراییلو په سفر دی


پامپېو په منځني ختیځ کې د ایران پر فعالیتونو له نتنیاهو سره غږېږي
پامپېو په منځني ختیځ کې د ایران پر فعالیتونو له نتنیاهو سره غږېږي

واشنګټن - د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپېو د مې پر ۱۳مه د اسراییلو په سفر دی.

نوموړی به د سفر پر مهال له وزیراعظم بنیامین نتنیاهو او له نوي حکومت سره په منځني ختیځ کې د ایران د فعالیتونو او د کورونا وایرس جهاني وبا په ګډون پر یو شمېر موضوعاتو خبرې وکړي.

د نېږدې ختیځ چارو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ډېوېډ شېنکر تېره اوونۍ په یوه ویډیويي خبري غونډه کې خبریالانو ته ویلي ول چې په سیمه کې د ایران د "بېثباتۍ اقدامات، په شام کې فعالیتونه او په لبنان کې د حزب الله په اړه پرمختګونه" به هم د خبرو برخه وي.

شېنکر وویل، پامپېو ځکه دا سفر کوي چې هغه پوهېږي چې امریکا او اسراییل "د اوسمهاله ګواښونو – که هغه له جهاني وبا او که په سیمه کې د ایران له زیان رسوونکي نفوذه پېښېږي – پر وړاندې د ګامونو په اړه له یو بله خورا زیاته زده کړه کولای شي."

ده وویل، امریکا د منځني ختیځ د سولې د هغه پلان عملي کولو ته لېواله ده چې ولسمشر ډانلډ ټرمپ سږکال په جنورۍ کې وړاندې کړی وو.

نتنیاهو د سولې د پلان ستاینه کړې وه خو فلسطینیانو په زغرده رد کړی وو.

شېنکر زیاته کړه چې د سفر پر مهال له هېڅ فلسطیني چارواکي سره د پامپېو د رابطې پروګرام نشته.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG