د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان کرکټ ملي لوبډله د ۲۰ اوریزه جام سیالیو لپاره اماراتو ته ځي


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله. انځور- ارشیف
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله. انځور- ارشیف

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په ۲۰ اووريزه نړیوال جام کې د ګډون لپاره د اکتوبر پر اوومه له کابله روانېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ مشر عزیزالله فضلي د اکتوبر پر شپږمه ناوخته مشال راډیو ته وویل:"د اکتوبر پر اوومه به لوبغاړي له پلازمینې کابل څخه قطر ته ځي او له هغه ځایه به متحده عرب اماراتو ته ځي. د کرکټ د نړیوالې شورا له لوري موږ ته پیغام راغلی چې زموږ د لوبغاړو ویزې او نور مسایل چمتو شوي دي."

د ۲۰۲۱ز کال ۲۰ اووريزه نړیوال جام په متحده عرب اماراتو او عمان کې ترسره کېږي.دا لوبې د اکتوبر پر ۱۷مه پیلېږي او د نومبر پر ۱۴مه پای ته رسيږي.

په دې اتلولۍ کې ۱۲ لوبډلې برخه اخلي. افغانستان په دوهمه ډله کې له پاکستان، هند او نیوزیلېنډ سره یوځای شوی دی.

په دې نړیوال جام کې د افغانستان لومړۍ لوبه د اکتوبر پر ۲۵مه ده خو پاکستان او هند به بيا د اکتوبر پر ۲۴مه د يو بل پر ضد لوبيږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG