د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان پلاوی پاکستان کې د پېښور مارکېټ په اړه مذاکرات کوي


د افغان مارکېټ پر ملکیت له کلونو راهیسې لانجه روانه ده
د افغان مارکېټ پر ملکیت له کلونو راهیسې لانجه روانه ده

اسلام اباد - د ډېسېمبر پر ۲۲مه یو افغان پلاوی اسلام اباد ته رسېدلی چې له پاکستانیو چارواکو سره د پېښور د افغان مارکېټ ملکیت په اړه خبرې وکړي.

په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت یوه کارکوونکي د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د پلاوي مشري د عدلیې وزارت مرستیال محمد قاسم حلیمي کوي.

د ده په وینا، افغان پلاوی د ډېسېمبر پر ۲۳مه په اسلام اباد کې د پاکستان د قانوني چارو له وزیر فروغ نسیم او له لوی څارنوال انور منصور خان سره ویني.

افغان پلاوی پر داسې مهال د پاکستان په سفر دی چې په اکتوبر کې پولیسو د پېښور پر افغان مارکېټ چاپه ووهله او ویې تاړه.

پولیسو دا اقدام د عدالت له فیصلې سره سم کړی وو چې پکې عدالت د شوکت کشمیري په نوم یوه کس ته د مارکېټ سپارلو دعوه کړې وه.

افغانستان د پېښور مارکېټ خپله شتمني بولي او د پاکستان د پولیسو اقدام په غبرګون افغان سفارت احتجاجاً د پېښور کونسلګري وتړله.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د سفارت دا ګام غندلی وو.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG