د لاسرسي ځای

تازه خبر

عاطف مشال د افغان مارکیټ لانجې په تړاو پاکستاني چارواکو سره ګوري


افغانستان دا مارکېټ خپله شتمني ګڼي

پراګ ـ په اسلام اباد کې افغان سفيرعاطف مشال ويلي، د افغان مارکيټ د لانجې په تړاو به د اکتوبر پر ۱۴مه نېټه له پاکستاني چارواکيو سره خبرې اترې کوي.

افغانستان د اکتوبر پر ۱۱مه نېټه په پېښور کې خپله کونسلګري وتړله او ادعا یې وکړه چې د پېښور پوليسو پر افغان مارکېټ چاپه وهلې او د افغانستان بېرغ يې کوز کړی دی.

افغانستان دا مارکېټ خپله شتمني ګڼي خو پېښور های کورټ د دې ملکيت يوه پاکستاني وګړي شوکت کشميري ته د سپارلو حکم ورکړی دی.

په پاکستان کې د افغانستان سفير عاطف مشال د اکتوبر پر ۱۳مه نېټه مشال راډیو ته وويل چې د پېښور کونسلګري لاهم تړل شوې ده او دوی د پاکستان له چارواکيو سره په تماس کې دې چې دا لانجه له ډپلوماټيکې لارې هواره کړي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د اکتوبر پر ۱۲مه نېټه په پېښور کې د افغان کونسلګرۍ د تړلو د ګام غندنه کړې وه.

بيان د افغان مارکېټ د ملکيت په اړه زياتوي چې دا لانجه د يوه کس او افغان بانک ترمنځ وه چې پاکستاني عدالت يې په ۱۹۹۸م کال کې فيصله د يوه کس په حق کې کړې وه.

د بهرنيو چارو وزارت په بيان کې ادعا کوي چې د پېښور انتظاميې له هغه وروسته کاروايي کړې چې کله افغان فريق (افغان بانک) د دې لانجې قانوني حل ته غاړه نه کښېودله.

خو عاطف مشال وايي، دوی د پاکستان عدالتونو ته احترام لري خو اسلام اباد بايد دې لانجې ته د يوه شهري نه بلکې د دوو هېوادونو په رڼا کې وګوري.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

د ګرانۍ له کبله له خطره ډک سفر
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:02 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG