د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسټرالیا افغانستان کې د خپلو سرتېرو د ممکنه جنګي جرمونو پلټنو لپاره حکومتي وکیل ټاکي


د اسټرالیا ځانګړي ځواکونه په افغانستان کې د روزنې پر مهال - د ۲۰۰۲ز کال انځور.
د اسټرالیا ځانګړي ځواکونه په افغانستان کې د روزنې پر مهال - د ۲۰۰۲ز کال انځور.

اسټرالیا په افغانستان کې د خپلو پوځیانو د ممکنه جنګي جرمونو پلټنو لپاره ځانګړی حکومتي وکیل ټاکي.

د اسټرالیا وزیراعظم سکاټ مورېسن د نومبر پر ۱۲مه، د هېواد وګړو ته پر دې موضوع د رپورټ تر خپرېدو مخکې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې دې د اسټرالیاويو ځانګړو پوځیانو د "سخت او ممکنه مجرمانه چلند" تورونو ته تیار اوسي.

د اسټرالیا د دفاعي ځواکونو عمومي پلټونکي په ۲۰۱۶ز د څلور کلنو پلټنو اعلان وکړ چې موخه یې له ۲۰۰۵ز څخه تر ۲۰۱۶مه په افغانستان کې د اسټرالیايي پوځیانو له لوري د ناقانونه وژنو او په جګړه کې د پوځي قانون ممکنه سرغړونو جاج اخیستل ول.

مورېسن وویل، عمومي پلټونکی به په راتلونکو څو ورځو کې د خپل رپورټ ځینې برخې خپرې کړې چې جاج به یې اخلي، په اړه به یې تحقیقات کوي او که تورونه څه اساس ولري نو په اړه به یې عدالتي کارروايي هم کوي.

دا پلټنۍ پر داسې مهال روانې دي چې په اسټرالیاوي رسنیو کې د افغان ولسي وګړو او بې وسلې بندیانو د وژنو خبرونه خپاره شوي.

په دې رپورټونو کې راغلي چې یو مهال په هیلېکاپټر کې د ځای پیدا کولو لپاره یو بندي وژل شوی وو او همداراز د یوې چاپې پر مهال یو شپږ کلن ماشوم وژل شوی وو.

د ۲۰۲۰ز په پیل کې د اسټرالیا د دفاعي ځواکونو عمومي پلټونکي داسې ۵۵ جلا، جلا پېښې معلومې کړې چې پکې په ناقانونه ډول هغه کسان وژل شوي ول چې د جګړې برخه نه ول او یا یې له جنګه لاس اخیستی وو.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG