د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ازادې اروپا راډيو اېهار لوسېک ته د ۱۵ کلونو د بند سزا غندلې


د ازادي اروپا راډيو د بېلاروسۍ څانګې د خبريال اېهار لوسيک انځور له خپل کورنۍ سره - تصویر له ارشیفه
د ازادي اروپا راډيو د بېلاروسۍ څانګې د خبريال اېهار لوسيک انځور له خپل کورنۍ سره - تصویر له ارشیفه

د ازادې اروپا راډيو د بېلاروس د يو عدالت له خوا نومیالي ليکوال (بلاګر) او د ازادي اروپا راډيو د بېلاروس څانګې خبريال اېهار لوسېک ته د ۱۵ کلونو بند سزا اورولو پرېکړه غندلې ده.

د ازادي اروپا راډيو مشر جېمي فلای د ډېسېمبر پر ۱۴مه تر عدالتي پرېکړې وروسته وويل چې له اېهار لوسېک سره د الېکساندر لوکاشېنکا رژيم چلند د غندنې وړ دی.

نوموړي زياته کړې چې له تېرو پينځو مياشتو راهيسې د بندو دروازو تر شا د لوسېک او د هغه د مدافع ملګرو ناعادلانه محاکمه پر عدالت ملنډې وهل دي.

فلای يو ځل بيا د لوکاشېنکا پر رژيم غږ وکړ چې د لوسېک په څېر پر ليکوالانو، خبريالانو او رسنيزو ادارو دې بريدونه ودروي او لوسېک ته دې اجازه ورکړي چې له خپلې مېرمنې او لور سره يو ځای شي.

د بېلاروس اېجنټانو اېهار لوسېک د ۲۰۲۰ز کال د جون پر ۲۵مه تر هغه وړاندې ونيوه کله چې په اګست مياشت کې د درغليو ډکو ولسمشريزو انتخاباتو په نتيجه کې شپږ ځله راغلی الېکساندر لوکاشېنکا بيا د ولسمشر څوکۍ ته ورسېد.

لوسېک د بېلاروسیو چارواکو له خوا د هغو تورونو په نتيجه کې محاکمه شوی چې په پراخ کچ فکر کېږي، جعلي دي.

پر نوموړي تور پورې شوی چې هغه اقدامات يې تنظيم کړي او چمتو کړي چې په پراخ کچ عامه نظم ګډوډوي.

پر دې برسېره هغه په بلوو کې د برخه اخيستو پر تياريو هم تورن دی، خو نوموړی له دې تورونو انکار کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG