د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډاکټران: که احتیاط و نه شي، کورونا وایرس بیا زیاتېدای شي


پاکستان يو ډاکټر د کورونا ناروغ کتنه کوي - د ارشیف انځور
پاکستان يو ډاکټر د کورونا ناروغ کتنه کوي - د ارشیف انځور

پراګ- په پاکستان کې د ډاکټرانو اتحاديو مشران وايي چې په دې هېواد د کورونا وايرس ناروغانو شمېر مخ په کمېدو دی خو دوی د احتیاط نه کولو په صورت کې د وبا بېرته په تېزۍ سره د خپرېدو خبرداری ورکوي.

حکومت د کورونا وايرس د ناروغانو شمېر کمېدو ته په پام سره د اګست له ۱۰مې نيټې د وبا مخنيوي په لړ کې لګول شوی لاکډوان تر ډېره حده ختمولو اعلان کړی وو. لاکډوان د مارچ په مياشت کې لګېدلی وو.

خلک بايد د حکومت په لارښوونو عمل وکړي. په لارښوونو کې دا دي چې لاسونه بيا بيا په صابن ومينځئ، له يوه بله فاصله وساتئ او ماسک واغوندئ
اسد عمر

د وايرس په اړه د مالوماتو ورکولو لپاره د دې هېواد روغتيا څانګې يوه ويبپاڼه جوړه کړې ده. ويبپاڼې د اګست پر ۱۱مه نېټه ويلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هېواد کې ۵۳۱ کسان په کورونا وايرس اخته شوي او ۱۵ ورڅخه مړه شوي دي.

که دغه شمېرې له پخوانيو هغو سره پرتله شي نو د جون په لومړيو کې داسې ورځ هم راغلې وه چې د صحت څانګې له مخې په يوه شواروز کې ۷۰۰۰ کسان په وايرس اخته شوي او ۱۸۱ ورڅخه مړه ول.

هغه ډاکټران چې له تېرو شپږو مياشتو راهيسې د کورونا ناروغانو علاج کوي هم وايي چې په وايرس د اخته کسانو شمېر کم شوی دی.

د پاکستان حکومت په مختلف ښارونو کې د کورونا ځانګړي وارډونه جوړ کړي دي. دغسې يو وارډ د خيبر پښتونخوا په کوهاټ روغتون کې هم دی. ډاکټر جويريه حيات په دې وارډ کې د وايرس د رنځورانو علاج کوي. نوموړې د اګست پر ۱۱مه مشال راډيو ته وويل چې د پخوا په پرتله د رنځورانو شمېر کم شوی دی. دا زياتوي چې د صوبې په لويو لويو روغتونونو کې به پخوا ۳۰ يا ۳۵ د کورونا ناروغان بستر ول خو اوس بیخې کم دي.

د خيبر پښتونخوا روغتيا او خزانې وزير تيمور سليم جګړا د پاکستان انګريزي ورځپاڼې دي نيوز ته د اګست پر نهمه ويلي چې دا مهال د کورونا د ځانګړيو وارډونو يوازې ۱۴ فيصده بسترو باندې د رنځورانو درملنه روانه ده. په خيبر پښتونخوا کې د اګست تر ۱۱مې پورې ۳۴ زره او ۶۹۲ کسان په وايرس اخته شوي او ۱۲۳۱ مړه شوي دي خو له وايرسه د رغېدلو کسانو شمېر ۳۱ زره ۶۱۲ دی.

په پلازمينه اسلام اباد کې هم يو وخت د کورونا ناروغانو شمېر په تېزۍ سره زياتېده او په پېمز روغتون کې يو ځانګړي وارډ جوړ شوی وو. دلته د ځوان ډاکټرانو سازمان مشر ډاکټر فضل ربي د انتهايي نګهداشت په وارډ کې کار کوي. نوموړي د اګست پر ۱۱مه مشال راډيو ته وويل چې دوه اونۍ وړاندې له دوی سره د کورونا وايرس ۱۶ ناروغان داخل وو خو اوس د دې شمېر درې ته رارسېدلی دی.

کورورنا وایرس په ډېرو ملکونو کې تر کمېدو وروسته بیا زیات شوی دی. د دې وجه بې احتياطي ده. خلک بايد ډېر پام وکړي
ډاکټران

د روغتيا څانګه وايي چې د اګست تر ۱۱مې پورې په اسلام اباد کې ۱۵ زره ۲۸۱ کسان په وايرس اخته ول خو ۱۳ زره ورڅخه رغېدلي او ۱۷۱ مړه شوي ول.

په پاکستان کې د کورونا وايرس لومړی مثبته پېښه د فبرورۍ پر ۲۶مه نېټه رپورټ شوې وه. چارواکيو ويلي وو چې وايرس د بلوچستان او ايران ترمنځ تفتان پولې له لارې ايران ته تللو زايرينو وروړی دی. له دې وروسته په کوټه هم وايرس په تېزی خور شو او حکومت د دې لپاره ځانګړي وارډونه جوړ کړل.

د بلوچستان ځوان ډاکټرانو پخوانی وياند ډاکټر رحيم کاکړ وايي چې اوس هلته هم د کورونا ناروغانو شمېر کم شوی دی. خو ډاکټران وايي چې د دې مانا دا نه ده چې کورونا وايرس په بشپړه توګه له منځه تللی دی. ډاکټر فضل ربي وايي چې د لاکډوان ختمېدو وروسته ځينې ناروغان هسپتال ته وروړل شوي دي. دوی وايي چې که خلک د وايرس د مخنيوي پر لارښوونو عمل ونه کړي نو ښايي وبا بیا په تېزۍ سره خوره شي.

حکومت خلکو ته ويلي چې لاسونه دې وينځي، له يوه بله د فاصله ساتي، ګنه کوڼه دې نه جوړوي او نه دې هم داسې ځایونو ته ورځي. خو د پاکستان د منصوبه بندۍ او پرمختيا وزير اسد عمر هم د اګست پر ۱۱ مه په اسلام اباد کې د خبرې غونډې پر مهال د دې هېواد د ملي کوماندې او همغږی مرکز حواله ورکړې چې وايي، خلک پر لارښوونو عمل نه کوي.

ایا په پاکستان کې د کووېډ-۱۹ نوې پېښې په کمېدو دي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:06 0:00

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG