د شمالي وزیرستان پولیسو دعوه کړې ده چې ولس ورسره د هدفي وژنو په پلټنو کې همکاري نه کوي. د سیمې یو پولیس افسر علي خان مشال راډیو ته وویل چې پولیس د هرې پېښې پلټنې د مدعیانو او عیني شاهدانو د بیانونو او شواهدو پر اساس کوي، خو ولس ورسره پوره مرسته نه کوي. په دې اړتفصیل په رپورټ کې.
پاکستان تحریک انصاف دعوه کړې ده چې د پولېنګ سټېشنونو د ابتدايي نتیجو فارمونه (فارم ۴۵) ښيي چې انتخاباتي کمېشن د امنیتي ادارې (اېسټیبلېشمنټ) په وینا ورسره درغلي کړې ده. انتخاباتي کمېشن دا تور ردوي او وايي چې انتخابات شفاف او منصفانه ول. تفصیل په دې رپورټ کې.
د مارچ پر درېیمه نېټه د پاکستان د قامي اسمبلۍ اکثرو غړو د مسلم لیګ (ن) سیاستوال میا شهباز شریف د هېواد د نوي وزیراعظم په توګه غوره کړ. دا چې د نوموړي حکومت به له کومو مشکلاتو سره مخامخ وي، ځواب یې په دې ویډیو کې وګورئ.
ډاکتر مجاهد خان وايي، که په قبایلو کې طبي اسانتیاوې وای نو د هغو سیمو اوسېدونکي نورو ښارونو ته نه تلل. "موږ ګورو چې له قبایلي ضلعو څخه خلک دلته د وړو، وړو ناروغیو لپاره علاج لپاره راځي. که هلته هر څه پوره وای نو دوی به دلته ولې راتلل؟"
په اسلام اباد کې د سياسي چارو شنونکی او د پاکستان پخوانی سېنېټر افراسياب خټک وايي چې په پاکستان کې اېسټیبلېشمنټ ضد بيانيه تل پياوړې پاتې شوې ده، خو پوځ او امنيتي ادارې يې مخه نيسي.
په پاکستان کې د فبرورۍ اتمې عامو انتخاباتو د غیر حتمي پایلو تر اعلانولو وروسته شپږو ګوندونو د راتلونکي وفاقي حکومت جوړولو پرېکړه کړې ده. خو په داسې حال کې به راتلونکی حکومت له کومو چیلېنجونو سره مخامخ وي؟ د ځواب لپاره یې د بېلابېلو اژانسونو له ویډیوګانو جوړ رپورټ.
په پاکستان کې د فبرورۍ پر اتمه د شویو پارلېماني انتخاباتو غیر حتمي نتیجې راروانې دي چې له مخې یې تر اوسه داسې ښکاري چې د قامي اسمبلۍ زیاتې څوکۍ د پاکستان تحریک انصاف ملاتړ لرونکو خپلواکو نوماندانو ګټلې دي. پر دې موضوع مو له سیاستوال او شنونکي افراسیاب خټک سره مرکه کړې ده.
د پښتو ژبې نوموتی شاعر او ليکوال پروفېسر عبيد الله دروېش درانی وايي چې په خپل نوي کتاب "وير لړلي داستان" کې يې د انساني ژوند د بېلا بېلو پړاوونه غميزې په ۱۰۰ نظمونو، چې ۱۰ زره مصرعې کېږي، ځای کړي دي.
د خیبر پښتونخوا د لکي مروت ضلعې خلک له ډېرې مودې راهسې له ناامنۍ سر ټکوي. دوی وايي، یو پلو وسلوال هلته فعالیتونه کوي او له بل لوري داسې ډلې هم موجودې دي چې په بېلابېلو جرمونو یې د خلکو ژوند او مال ته ګواښ پېښ کړی دی. موږ په دې رپورټ کې په لکي مروتو کې د امنیت موضوع ته کتنه کړې ده.
په کوټه، پېښور او سوات کې د کتابونو خپروندویه ټولنې وايي چې په ۲۰۲۳ز کال کې په پښتو ژبه شاوخوا ۲۵۰ کتابونه خپاره شول. موږ په دې رپورټ کې په ۲۰۲۳ز کال کې د کتابونو خپرېدو او معیار ته کتنه کړې ده.
حکومت او شنونکي وايي چې په ۲۰۲۳ز کال کې په خیبر پښتونخوا کې ناامني زیاته شوه. د حکومت په وینا، د کال له پیله د ډېسېمبر تر ۲۹مې پورې په صوبه کې لسګونه وړې او لویې حملې وشوې چې پکې سلګونه ولسي وګړو او امنیتي سرتېرو ته مرګژوبله واوښته. موږ په دې رپورټ کې په ۲۰۲۳ز کال کې د امنیت وضعیت ته کتنه کړې ده.
په پاکستان کې تر څو کلونو وروسته په ۲۰۲۳ز کال کې سیاسي کړکېچ ژور شو. د شنونکو په باور داسې ښکاري چې واک د منتخب حکومت پر ځای تر ډېره له امنیتي ادارې یا اېسټیبلېشمنټ سره وو. دا هغه دعوه ده چې پوځ په بیا بیا رد کړې. په رپورټ کې مو په ۲۰۲۳ز کې په پاکستان کې سیاسي پرمختګونو او بدلونونو ته کتنه کړې ده.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته