د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لکي مروتو اوسېدونکي وايي ناامني زیاته شوې خو پولیس دا نه مني


د لکي مروتو اوسېدونکي وايي ناامني زیاته شوې خو پولیس دا نه مني
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:30 0:00

د خیبر پښتونخوا د لکي مروت ضلعې خلک له ډېرې مودې راهسې له ناامنۍ سر ټکوي. دوی وايي، یو پلو وسلوال هلته فعالیتونه کوي او له بل لوري داسې ډلې هم موجودې دي چې په بېلابېلو جرمونو یې د خلکو ژوند او مال ته ګواښ پېښ کړی دی. البته د لکي مروت پولیس وايي چې په هغه ضلع کې امنیت د پخوا پرتله ښه شوی دی. پولیس وايي، د ولس په مرسته یې د وسلوالو او جرم کوونکو ډلو پرضد اقداماتو ته دوام ورکړی دی او په سیمه کې امنیت ته ژمن دي. دا په داسې حال کې ده چې له ۲۰۲۲ز کال راهیسې په هغه کې په بریدونو کې لسګونه پولیسو او ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده. موږ په دې رپورټ کې په لکي مروتو کې د امنیت موضوع ته کتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG