د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ۲۰۲۳ز کال کې په پاکستان کې سیاسي بدلونونو ته کتنه


په ۲۰۲۳ز کال کې په پاکستان کې سیاسي بدلونونو ته کتنه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:23 0:00

په پاکستان کې تر څو کلونو وروسته په ۲۰۲۳ز کال کې سیاسي کړکېچ ژور شو. د شنونکو په باور داسې ښکاري چې واک د منتخب حکومت پر ځای تر ډېره له امنیتي ادارې یا اېسټیبلېشمنټ سره وو. دا هغه دعوه ده چې پوځ په بیا بیا رد کړې او وايي، په سیاسي چارو کې لاسوهنه نه کوي. د ۲۰۲۳ز کال په پسرلي کې د پخواني واکمن تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان ګرفتارۍ پراخې مظاهرې وپارولې چې پر مهال یې دولتي او پوځي ودانیو ته زیان هم واوښت. په اګست کې قامي اسمبلي ړنګه شوه او لنډمهالي حکومت چارې سمبالې کړې. انتخاباتي کمېشن د عامو انتخاباتو لپاره هلې ځلې هم پیل کړې خو ټاکنې په مني کې و نه شوې. کمېشن وروسته د ۲۰۲۴ز کال په فبرورۍ کې د انتخاباتو اعلان وکړ خو سیاسي جلسې او غونډې د تېرو وختونو په څېر زیاتې نه دي. شنونکي وايي، د دې لوی لامل د سیاستوالانو ترمینځ اختلافات، له یو بل څخه د غچ اخیستو هڅې او د ګوندونو دننه ستونزې دي. په دې رپورټ کې مو په ۲۰۲۳ز کال کې په پاکستان کې سیاسي پرمختګونو او بدلونونو ته کتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG