په اسلام اباد کې د سياسي چارو شنونکی او د پاکستان پخوانی سېنېټر افراسياب خټک وايي چې په پاکستان کې اېسټیبلېشمنټ ضد بيانيه تل پياوړې پاتې شوې ده، خو پوځ او امنيتي ادارې يې مخه نيسي.
په پاکستان کې د فبرورۍ اتمې عامو انتخاباتو د غیر حتمي پایلو تر اعلانولو وروسته شپږو ګوندونو د راتلونکي وفاقي حکومت جوړولو پرېکړه کړې ده. خو په داسې حال کې به راتلونکی حکومت له کومو چیلېنجونو سره مخامخ وي؟ د ځواب لپاره یې د بېلابېلو اژانسونو له ویډیوګانو جوړ رپورټ.
په پاکستان کې د فبرورۍ پر اتمه د شویو پارلېماني انتخاباتو غیر حتمي نتیجې راروانې دي چې له مخې یې تر اوسه داسې ښکاري چې د قامي اسمبلۍ زیاتې څوکۍ د پاکستان تحریک انصاف ملاتړ لرونکو خپلواکو نوماندانو ګټلې دي. پر دې موضوع مو له سیاستوال او شنونکي افراسیاب خټک سره مرکه کړې ده.
د پښتو ژبې نوموتی شاعر او ليکوال پروفېسر عبيد الله دروېش درانی وايي چې په خپل نوي کتاب "وير لړلي داستان" کې يې د انساني ژوند د بېلا بېلو پړاوونه غميزې په ۱۰۰ نظمونو، چې ۱۰ زره مصرعې کېږي، ځای کړي دي.
د خیبر پښتونخوا د لکي مروت ضلعې خلک له ډېرې مودې راهسې له ناامنۍ سر ټکوي. دوی وايي، یو پلو وسلوال هلته فعالیتونه کوي او له بل لوري داسې ډلې هم موجودې دي چې په بېلابېلو جرمونو یې د خلکو ژوند او مال ته ګواښ پېښ کړی دی. موږ په دې رپورټ کې په لکي مروتو کې د امنیت موضوع ته کتنه کړې ده.
په کوټه، پېښور او سوات کې د کتابونو خپروندویه ټولنې وايي چې په ۲۰۲۳ز کال کې په پښتو ژبه شاوخوا ۲۵۰ کتابونه خپاره شول. موږ په دې رپورټ کې په ۲۰۲۳ز کال کې د کتابونو خپرېدو او معیار ته کتنه کړې ده.
حکومت او شنونکي وايي چې په ۲۰۲۳ز کال کې په خیبر پښتونخوا کې ناامني زیاته شوه. د حکومت په وینا، د کال له پیله د ډېسېمبر تر ۲۹مې پورې په صوبه کې لسګونه وړې او لویې حملې وشوې چې پکې سلګونه ولسي وګړو او امنیتي سرتېرو ته مرګژوبله واوښته. موږ په دې رپورټ کې په ۲۰۲۳ز کال کې د امنیت وضعیت ته کتنه کړې ده.
په پاکستان کې تر څو کلونو وروسته په ۲۰۲۳ز کال کې سیاسي کړکېچ ژور شو. د شنونکو په باور داسې ښکاري چې واک د منتخب حکومت پر ځای تر ډېره له امنیتي ادارې یا اېسټیبلېشمنټ سره وو. دا هغه دعوه ده چې پوځ په بیا بیا رد کړې. په رپورټ کې مو په ۲۰۲۳ز کې په پاکستان کې سیاسي پرمختګونو او بدلونونو ته کتنه کړې ده.
د پښتنو نجونو او ښځو د ستونزو په اړه د ځانګړې خپرونې "نوې نړۍ" په دې برخه کې پر دې بحث شوی چې د پښتنو په سیمو کې د کار و روزګار د کمي له وجې يوشمېر کسان نورو هېوادونو ته د ګټې وټې لپاره ځي او تر ډېرې مودې له کوره ليرې ژوند تېروي.
د پښتنو نجونو او ښځو د ستونزو په اړه د ځانګړې خپرونې "نوې نړۍ" په دې برخه کې پر دې بحث شوی چې د پښتنو په ښاري سیمو کې د سړيو تر څنګ يو شمېر ښځې هم د خپلو ماشومانو د ساتنې او روزنې لپاره کارونه کوي.
د پاکستان د کورنیو چارو لنډمهالي وزیر سرفراز بګټي هم د ډېسېمبر پر اتمه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل چې د حقاني د پاسپورټ ترلاسه کولو په اړه معلومات نه لري خو پلټنې یې پیل کړې دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته