د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ژوب کې پر چاوڼۍ برید کې ۴ پوځيان او ۳ مشکوک وسلوال وژل شوي دي


انتظامي مشر وايي وسلوالو د جولای پر ۱۲مه شپې شاوخوا دوه بجې پر چاوڼۍ برید وکړ.
انتظامي مشر وايي وسلوالو د جولای پر ۱۲مه شپې شاوخوا دوه بجې پر چاوڼۍ برید وکړ.

د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه ژوب کې وسلوالو پر پوځي چاوڼۍ برید کړی دی چې تر هغې وروسته د ودانۍ شاوخوا کې نښتې روانې وې.

د ژوب انتظامي مشر محمد عظیم کاکړ د جولای پر ۱۲مه مشال راډیو ته وویل چې وسلوالو د شپې شاوخوا دوه بجې پر چاوڼۍ برید کړی چې تر هغې وروسته امنیتي سرتېرو ځوابي کاروايي وکړه او تر "ډېره وخته ډزې روانې" وې.

د کاکړ په خبره، په پېښه کې پینځه مشکوک وسلوال وژل شوي دي خو په چاوڼۍ کې دننه امنیتي سرتېرو ته د اوښتې مرګژوبلې په اړه هېڅ معلومات نه لري.

البته د پاکستان پوځ عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) په یو بیان کې ویلي دي چې د نښتې پر مهال "درې ترهګر" وژل شوي او د دوو مشکوکو وسلوالو د نیولو هڅې روانې دي.

په بیان کې راغلي دي په پېښه کې څلور پوځیان وژل شوي دي او "پینځه سخت ژوبل" دي.

ای اېس پي ار زیاتوي چې امنیتي سرتېرو په ودانۍ کې تصفیوي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

د پوځ تر بیان مخکې په سیمه کې استخباراتي چارواکو مشال راډيو ته ویلي ول چې له ۱۵ څخه تر ۲۰ پورې وسلوالو پر چاوڼۍ برید وکړ. د دوی په خبره، وسلوالو د پوځیانو وردي یا جامې اغوستې وې.

هغو چارواکو زیاته کړې وه چې په برید او نښته کې یو پوځي وژل شوی او شپږ پوځیان ژوبل دي.

د ژوب انتظامي مشر محمد عظیم کاکړ وايي، له وسلوالو سره د ډزو پر مهال یوه ښځه وژل شوې او درې تنه ژوبل دي.

د ده په خبره وايي، هغه ښځه په هغه مساپر وړونکي بس کې ناسته وه چې له ډېره اسماعیل خانه، کوټې ته پر لاره وو.

دی وايي، په هم هغه بس کې ناست دوه تنه ژوبل شوي دي.

کاکړ زیاتوي چې یو ۱۴ کلن ماشوم په کاکړ ټاون سیمه کې پر ودانۍ د مارټر یا راکټ مرمۍ لګېدو له کبله ژوبل شوی دی.

د تحریک جهاد پاکستان په نوم یوې کمې پېژندل شوې وسلوالې ډلې د حملې ذمه واري منلې ده.

خو د جولای پر دویمه نېټه د بلوچستان په شېراني ضلع کې وسلوالو پر یوې پوستې برید کړی وو چې پکې درې پولیس او د سرحدي ځواک یو سرتېری ووژل شول.

د حملې ذمه واري تحریک طالبان پاکستان ډلې ومنله.

تر هغې وروسته د شېرانیو اوسېدونکي درې مړي ژوب ته ولېږدول او هلته یې احتجاجي پرلت وواهه. هغوی وايي، حکومت دې پر پوستې د برید پلټنو په اړه عدالتي کمېشن جوړ کړي.

د بلوچستان حکومتي چارواکو له پرلتوالو سره مذاکراتو ته دوام ورکړی دی او هیله یې څرګنده کړې چې د پرلت له مشرانو سره به یوې نتیجې ته ورسېږي.

XS
SM
MD
LG