د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ژوب ـ ډېره اسماعیل خان تر منځ لویه لاره پرانیستل شوه


پرلت د جولای په دویمه په شیراني کي د درو پولیسانو تر وژل کېدو وروسته پیل شوی دی ـ د جولایي دویمې انځور.
پرلت د جولای په دویمه په شیراني کي د درو پولیسانو تر وژل کېدو وروسته پیل شوی دی ـ د جولایي دویمې انځور.

د بلوچستان په ژوب کې پرلتوالو نن (د جولای پر پنځمه) په شيراني ضلع کې خپل پهيه جام هړتال ختم کړی او د ژوب او ډېره اسماعيل خان ترمينځ لويه لاره يې خلاصه کړه.

البته دوی وايي، پرلت او احتجاج یې دوام لري او تر هغې یې روان ساتي چې د هغوی ټولې غوښتنې منلې شوې نه وي. دوی پرلت او احتجاج د جولای له دویمې نېټې په شيراني کې د درو پولیسانو د وژنې پرضد پورته کړی او نن يې پر څلورمه ورځ هم خپل احتجاج جاري ساتلی دی.

د جولای پر پنځمه له ژوبه ډېره اسماعیل خان ته غځېدلې لویه لاره د هر ډول مساپرو او بار وړونکیو ګاډو پر مخ تړل شوې وه. دا ګام د ژوب د ال پارټیز اېکشن کمېټۍ او د شیراني ال پارټیز اېکشن کمېټۍ لخوا په ګډه اخېستل شوی وو.

عیني شاهدانو د جولای پر پنځمه مشال راډیو ته ویلي وو چې احتجاج کوونکیو له ژوبه کوټې ته ورغلې لویه لاره د محمد علي پمپ سره تړلې ده او همدا رنګه له ژوب نه وتلې د یوه پل سره یې هم لویه لاره تړلې ده. په دې توګه هغه مساپر چې له کوټې ډېره اسماعیل خان یا پېښور ته تلل او یا هم له هغې خوا راتلل، لاره یې پر مخ بنده وه. پرلت والو لا یوه ورځ مخکې د جولای پر څلورمه پر خلکو غږ کړی وو چې لاره به بندوي نو خلک دې له سفره ډډه وکړي.

خو تازه راپورونه وايي چې د ژوب او ډېره اسماعیل خان ترمنځ لاره یو وارې بیا پرانیستل شوې او خلک پرې تګ راتګ کولی شي.

په سيمه کې یو ځايي خبريال رفيع الله مندوخيل مشال رېډيو ته وويل چې د پرلت مشران وايي د درو پولیسانو د وژنې ضد خپل پهيه جال هړتال يې له دې کبله ختم کړی چې د لارې تړل کېدو او سختې ګرمۍ له کبله مساپر له ډيرو مشکلاتو سره مخ وو. البته د پېښې پرضد په ژوب کې نن په څلورمه ورځ هم پرلت دوام لري.

د پرلت مشرانو مشال راډیو ته وویل چې حکومت ته یې خپل شرطونه تېره ورځ وړاندې کړي او تر څو هغه منل شوي نه وي، احتجاج به یې روان وي. د جولای د څلورمې نېټې په ماښام د بلوچستان د لومړي وزیر د اطلاعاتو مشر میټا خان کاکړ د پرلت مشرانو سره کتلي وو او هغوی ته یې تسلي ورکړې وه چې د هغوی غوښتنې به د بلوچستان وزیر اعلا میر عبدالقدوس بزېنجو او نورو لوړ پوړو چارواکو ته ورسوي.

د ژوب د تاجرانو اتحاديې ضلعي مشر باران کليوال پرون (د جولایي پر څلورمه) مشال راډيو ته ویلي وو چې پرلتوال څلور غوښتنې لري، د هغه په وينا د خیبر پښتونخوا او بلوچستان ترمينځ پر غځېدلي سړک دې د سرحدي ځواکونو امنيتي پوسته ختمه کړل شي، د پولیسو په ځوابي ډزو د وژل شوي تن ډي اېن اې ټېسټ دې وشي، د دې پېښې عدالتي پلټنه دې وشي او د ذمه وارو کسانو خلاف دې اېف ای ار درج کړل شي.

د جولای پر دويمه سهار وختي د بلوچستان په شیراني ضلع کې په يوه وسله وال بريد کې، د پولیسو درې سرتېري وژل شوي وو چې ذمه واري یې تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

تر هغې وروسته د سیمې خلکو پرلت پیل کړ چې د پرلتوالو او ضلعي انتظاميې ترمينځ مذاکرات هم شوي خو پرلتوال وايي تر څو چې يې ټولې غوښتنې نه وي منل شوي، تر هغو به احتجاج جاري ساتي.

د ژوب پوليسو مشر عرفان علي مشال راډیو د جولای پر درېیمه مشال راډیو ته ویلي وو، د جولای پر دويمه نېټه سهار وختي ژوب ښار ته څېرمه د شيراني ضلعې په دهنه سر سيمه کې د وسله والو په برید کې د پوليسو سب انسپکټر بهادر خان په ګډون دوه سپاهيان ووژل شول او د ده په دعوه، په ځوابي ډزو کې يو وسلوال هم وژل شوی وو. د وسلوال مړی د ژوب په سېول هسپتال کې اېښودل شوی خو چا یې تر اوسه پوښتنه نه ده کړې.

وژل شوي درې واړه پوليس سرتېري د شېراني او ژوب اوسېدونکي دي. تر پېښې سمدستي وروسته ځايي خلکو د احتجاج په توګه له دهنه سر څخه تېرېدونکی د ژوب او خيبر پښتونخوا او اسلام اباد ترمینځ لوی سړک بند کړ.

پر دې لاره هره ورځ په سلګونو ټرکونه او موټرې تېرېږي چې کوټې، ډېره اسماعيل خان، اسلام اباد، پېښور او ان تر لاهور اور کراچۍ پورې سامانونه او مسافر وړي راوړي.

پرلت د ژوب د سياسي ګوندونو اتحاد ال پارټيز اېکشن کمېټۍ له خوا وهل شوی خو د تاجرانو اتحاديې هم د پېښې ضد د احتجاج په توګه دوکانونه او بازارونه تړلې دي.

په ژوب کې د کمېشنر دفتر مخې ته ناست احتجاج کوونکي غوښتنه کوي چې د اېف سي هغه چارواکي دې له دندو لیرې کړل شي چې د پېښې پر مهال په ډیوټۍ موجود ول.

پرلتوالو د احتجاج په توګه د وژل شويو پوليس سرتېرو د مړو له ښخولو انکار کړی وو، خو د جولای پر درېیمه د پرلتوالو او د ژوب کمېشنر ترمینځ مذاکرات وشول چې په نتیجه کې یې هغوی مړي خاورو ته وسپارل.

په بلوچستان کې له یوې مودې راهیسې حملې زیاتې شوې دي. دغلته د بېلتونپاله بلوڅ وسلوالو او تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ګډون یوشمېر وسلوالې ډلې فعاله دي چې پرضد یې امنیتي ځواکونه وخت په وخت د عملیاتو خبر ورکوي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG