د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ځوانو ډاکترانو ټولنې د تخصصي زده کړو لپاره د زیاتو ډاکترانو ګومارلو غوښتنه کړې ده


په پېښور کې ډاکترانو تر دې مخکې هم د خپلو غوښتنو لپاره مظاهرې کړې دي - پخوانی انځور.
په پېښور کې ډاکترانو تر دې مخکې هم د خپلو غوښتنو لپاره مظاهرې کړې دي - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا د ځوانو ډاکترانو ټولنې له نګران حکومته غوښتي دي چې په لویو روغتونونو کې دې ورته د تخصص (سپېشلایزېشن) ترلاسه کولو زیاتې موقعې ورکړي.

یوشمېر ډاکترانو د جنورۍ پر ۲۳مه په پېښور کې د خبریالانو مرکز مخې ته احتجاج وکړ او و یې ویل چې صوبايي حکومت تر طبي زده کړو وروسته د اعلا زده کړو او روزنې په مرکزونو کې کم ډاکتران ګوماري.

د ټولنې مشر اسفندیار بېټني مشال راډیو ته وویل چې د هغوی یوشمېر ملګري په ازموینو کې بریالي شوي دي، خو حکومت ورته د لوړو زده کړو او روزنو په روغتونونو کې ځای نه ورکوي. "موږ دلته ځکه راغونډ شوي یو چې دا وخت د [تخصص لپاره] د ډاکټرانو د ګومارلو مسله روانه ده. تقریباً ۱۲،۰۰ یا ۱۴،۰۰ [ډاکتران] ول چې پکې د [پېښور د طبي لوړو زده کړو او روزنې مرکز یا] پي جي اېم ای يوازې [شاوخوا] ۵۰۰ کسان اخیستي دي او نور یې پريښي دي. موږ غوښتنه کوو چې د دې صوبې لپاره د دې ډاکترانو د لوړو زده کړو ضرورت دی نو په کار ده چې دوی ته [موقع ورکول] شي."

د صوبې نګران حکومت په سمدستي توګه د ډاکترانو د غوښتنې په اړه څه نه دې ويلي البته تر دې وړاندې يې ویلي ول چې د مالي ستونزو له وجې کم شمېر ډاکټران ګوماري.

د خیبر پښتونخوا د ځوانو ډاکترانو ټولنې غړو تر دې مخکې هم د خپلو بېلابېلو روزنیزو او مالي غوښتنو لپاره مظاهرې او کاربندیزونه کړي دي.

د خیبر پښتونخوا لنډمهالي حکومت تر دې مخکې هم ټینګار کړی وو چې صوبه له اوږدې مودې راهیسې له مالي ستونزو سره مخامخ ده نو ځکه ځینې پرمختیايي کارونه او نورې چارې ځنډېدلې دي.

صوبايي حکومت وايي چې وفاقي حکومت ته یې هم اربونه روپۍ پاتې دي چې له ترلاسه کولو سره سم به یې لګول پیل کړي.

XS
SM
MD
LG