د لاسرسي ځای

تازه خبر

واشنګټن په روسیې کې د امریکايي خبریال نیول غندلي دي


ایوان ګرېشکووېچ په مسکو کې د وال سټریټ ژورنال خبریال دی - پخوانی انځور.
ایوان ګرېشکووېچ په مسکو کې د وال سټریټ ژورنال خبریال دی - پخوانی انځور.

امریکا د روسیې په یکاترینبورګ ښار کې د جاسوسۍ په تور د یوه امریکايي خبریال د نیولو "سخته غندنه" او سمدستي یې د هغه د خوشې کولو غوښتنه کړې ده.

سپینې ماڼۍ پرون (د مارچ پر ۳۰مه) وویل، امریکايي چارواکي او وال سټریټ ژورنال ورځپاڼه د خپل خبریال ایوان ګرېشکووېچ له کورنۍ سره په رابطه کې دي او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هڅه کوي چې په مسکو کې یې سفارتي چارواکي ورته لاسرسی ولري.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کرین ژان-پییر خبري غونډې ته وویل، پر ګرېشکووېچ "د جاسوسۍ تورونه د خندا وړ دي او د روسیې حکومت له لوري د امریکايي وګړو هدف ګرځول د منلو نه دي."

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د مارچ پر ۳۰مه وویل، د امریکايي سفارت چارواکو ته له ګرېشکووېچ سره د خبرو موقع ورکوي.

تر دې مخکې د مارچ پر ۳۰مه په مسکو کې د لېفورتوفو ضلعي عدالت تر تړلو دروازو شا ته د اورېدنې پر مهال تر دوو میاشتو پورې د ګرېشکووېچ د بندي ساتلو په اړه د امنیتي خدماتو فېډرالي ادارې (اېف اېس بي) غوښتنه ومنله.

د محکمې په خبرتیا کې ویل شوي: "عدالت پرېکړه کړې چې ګرېشکووېچ دې د ۲۰۲۳ز د مې تر ۲۹مې پورې بندي وي."

میدیا زونا ورځپاڼې ویلي چې عدالت ته د ګرېشکووېچ مدافع وکیل پرې نه‌ ښوول شو، حال دا چې ټاکل شوې وه چې دانییل بیرمان د مدافع وکیل په توګه په محکمه کې حاضر وای.

د ورځپاڼې په خبره، امنیتي ځواکونو بیرمان او یوشمېر خبریالان د عدالتي ودانۍ له پینځم پوړه وګرځول.

وال سټریټ ژورنال وايي، ایوان ګرېشکووېچ د اورال سیمې په یکاترینبورګ ښار کې د جاسوسۍ په تور نیول شوی وو. ورځپاڼې پر نوموړي لګېدلی تور په کلکه رد کړی دی.

د روسیې د امنیتي خدماتو فېډرالي ادارې ویلي دي چې ګرېشکووېچ د امریکا په لارښوونه د روسیې د پوځي صنایعو د یوه شرکت په اړه معلومات غونډول.

ګرېشکووېچ مسکو مېشتی امریکايي وګړی دی چې د اوکراین پرضد د کرېملېن د جګړې او د واګنر اجیري ډلې په اړه د روسانو د نظر معلومولو او ورباندې د رپورټ جوړولو لپاره په یکاترینبورګ ښار کې وو.

دا د سړې جګړې تر پای وروسته لومړی ځل دی چې په روسیه کې یو امریکايي خبریال زندان ته لېږدول شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG