د لاسرسي ځای

تازه خبر

د روسیې زندان کې د ازادې اروپا راډيو د خبریالې السو کورماشېوا ۱۰۰ ورځې پوره شوې


د السو کورماشېوا یو پخوانی انځور.
د السو کورماشېوا یو پخوانی انځور.

د جنورۍ پر ۲۵مه په روسیه کې د ازادې اروپا راډيو د خبریالې السو کورماشېوا د بند ۱۰۰ ورځې پوره شوې.

روسیو پولیسو کورماشېوا د ۲۰۲۳ز کال د ا کتوبر پر ۱۸مه نيولې وه. هغه د ازادې اروپا راډيو د تاتار باشکير څانګې مشره خبریاله ده.

مشال راډیو هم د ازادې اروپا راډيو برخه ده او مرکزي دفتر یې د چېک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې دی.

پر کورماشېوا تور دی چې د روسیې حکومت ته یې د "یوې بهرني اېجنټې" په توګه د ځان ثبتولو لپاره غوښتنلیک نه وو ورکړې او د روسیې د پوځ په اړه یې "درواغ" خپاره کړي دي. خو هغه دا دواړه تورونه بې بنیاده بللي دي.

کورماشېوا د روسیې د تاتارستان سیمې ده خو کورنۍ یې په پراګ کې اوسي. هغه د خپلې ناروغه مور پوښتنې لپاره تاتارستان ته تللې وه چې پولیسو ونيوله. د هغې مېړه او د ازادې اروپا راډیو خبریال پاوېل بوتورین په يو بیان کې په خپلې مېرمنې لګېدلي تورونه بې اساسه او د هغې د ګرفتارۍ لپاره "بهانې" ګڼلي او ويلي‌ يې دي چې هغه ځکه نيول شوي چې "خبریاله او امريکايۍ" ده.

نوموړي هیله ښوولې چې د هېچا ماشومان دې داسې نه شي‌ چې مور یې د سیاسي بندیوانې په توګه له کوره ليرې په زندان کې وي.

د هغې وکيلانو، کورنۍ، ازادې اروپا راډيو او د خبریالانو د حقونو لپاره کارکوونکو ګڼو ادارو ويلي‌ چې په دې کې هېڅ شک نه شته چې السو کورماشېوا ته د "خبریالۍ سزا" ورکول کېږي. د روسیې په قانون کې پر هغې د لګولو شوي لومړي تور لپاره د پینځو او د دویم لپاره د ۱۰ کلونو د بند سزا ده.

د ازادې اروپا راډیو مشر سټیفن کپوس په يو بیان کې غوښتنه کړې چې کورماشېوا دې ژرترژره له بنده خوشې شي. "په غیرعادلانه توګه په زندان کې يوره ورځ ساتل کېدل هم تراژيدي ده. خو دا چې په ناحقه یوه امریکایۍ وګړې د ۱۰۰ ورځو لپاره د روسیې په یوه زندان کې ساتل کېږي، بيخي خواشينوونکې ده."

کورماشېوا د روسیې په کازان ښار کې په یوه زندان کې ده. هغې خپلې کورنۍ ته په يو ليک کې ويلي چې خپلوان، همکاران او نور خلک ورته زندان ته ليکونه او د ډاډ پېغامونه لېږدوي. نوموړې زیاته کړې چې هغه ليکونه ژر نه وررسېږي خو بیا یې هم لوستل ورته توان ورکوي.

کورماشېوا د امریکا او روسیې تابعیتونه لري. هغې ته په زندان کې د قانوني مشورې د خدمتونو اجازه نه ده ورکړل شوې او مسکو په دې اړه د امريکا د حکومت درې غوښتنې رد کړې دي.

البته کورماشېوا ته اجازه ورکړل شوې چې خپلې کورنۍ سره د ليکونو له لارې اړيکې وساتي خو هغه خطونه لومړی د روسیې د بنديخانو چارواکي ګوري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG