د لاسرسي ځای

تازه خبر

'روسيه د اطلاعاتو د ازادانه خپرېدو مخه نیسي'


د خبریالانو ساتنی نړیوالې کمیټې ویلي، په دا وروستیو کې روسیې ځینې خبریالان او بلاګران د 'بهرنيو ایجنټان' په نومونو یاد کړي دي.

د کمېټۍ په وینا روسي چارواکي د اطلاعاتو د ازادانه خپرېدو مخه نیسي او په دغه اړه يې یوه منظمه پالیسي عملي کړې ده.

د خبریالانو ژغورنې ډلې د جولایۍ په درېمه نېټه په یوه بیان کې پر روسي چارواکیو غږ کړی چې روسي ولس ته دې له پراخو سرچینو د مالوماتو ترلاسه کولو او خپل فکر د څرګندونې اجازه ورکړي.

جرمني: په برلن کې د روسیې سفارت مخې ته یوه کس د روسي ولسمشر پوتین مول وهلی چې د بیان ازادۍ لپاره د ۲۰۱۸ کال پر ۱۲م جون راوتلي ول.
جرمني: په برلن کې د روسیې سفارت مخې ته یوه کس د روسي ولسمشر پوتین مول وهلی چې د بیان ازادۍ لپاره د ۲۰۱۸ کال پر ۱۲م جون راوتلي ول.

د روسيې پارلیمان دوما د اطلاعاتو کمېټۍ د جولایۍ په درېمه نېټه په یو قانون کې ځینې بدلونونه منظور کړل چې له مخه به يې حکومت هغه وګړي بهرني ایجنټان ګرځولی شي چې له بهرنیو ادارو سره کار کوي او نومونه یې د انصاف وزارت له خوا د بهرنیو ایجنټانو په فهرست کې لیکل شوي دي.

دا قانوني مسوده به هغه وخت قانون وګرځي چې د پارلیمان د دواړو ایوانونو له منظورۍ وروستو يې ولسمشر ولادمیر پوتین لاسلیک کړي.

د انصاف وزارت لا دا تعین نه دی کړی چې کوم تنظیمونه به د بهرنیو ایجنټانو په چوکاټ کې راځي.

نوی راپورونه وايي په مجوزه قانون-سازۍ کې داسې شقونه هم شته، چې له مخې به يې چارواکي بې له عدالتي کاروایۍ ویب پاڼې او د میډیا ادارې نه شي تړلی.

قانوني مسودې دا اندېښنه راولاړه کړې ده چې مسکو د بهرني ایجنټ تور د ادارو په ګډون د هغه خبریالانو پرضد هم کارولی شي چې په روسیه کې د بهرنۍ میډیا لپاره کار کوي.

روسیې ویلي ــ دا قانون سازي په امریکا کې د روسي میډیا په ادارو د فشار غبرګون دی. واشنګټن پر روسۍ مېډیا د فشار تورونه ردوي.

د روسیې د انصاف وزارت د امریکا غږ،د ازادې اروپا راډیو او ورسره متعلقه ادارې پروسږ کال (۲۰۱۷) د دسمبر په میاشت کې بهرني ایجنټان یاد کړي دي.

نور ولولئ

'حکومتونه دې خبریالانو ته تحفظ ورکړي'

"خبريالان له امنیتي او مالي ستونزو سره مخامخ دي"

لورلایي: له اډیاله بندیانو سره پیوستون په انساني ځنځیر

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG