د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسيې خپلې رسنۍ د اوکرايني ولسمشر د مرکې له خپرولو منع کړې


د اوکراين ولسمشر ولوديمير زيلېنسکي. عکس له ارشېفه
د اوکراين ولسمشر ولوديمير زيلېنسکي. عکس له ارشېفه

د روس مطبوعات څارونکي د هېواد خبري رسنیو ته خبرداری ورکړی چې د اوکراین د ولسمشر مرکه نشر نه کړي.

د میډوزا په نوم وبپاڼې خبر ورکړی چې اوکرایني ولسمشر ولوديمير زيلېنسکي د مارچ پر ۲۷مه د دوی په ګډون څلورو روسي رسنیو سره تر شاوخوا ۹۰منټه پورې مرکه کړې وه

نوموړي ویلي چې په دې مرکه سره یې غوښتل چې روسیه د جګړې په حقایقو پوه شي.

د روس مطبوعات څارونکي د مارچ پر ۲۷مه په یو بیان کې ویلي چې رسنۍ دې دا مرکه نه نشروي او د ده په وینا، د هغو څلور رسنیو پرضد یې څېړنه پیل کړې ده چې دا مرکه یې کړې وه.

روسیې د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین له یرغل کولو راهیسې د دې لپاره د معلوماتو پر ازادۍ ولقه لا ټینګه کړې چې خلک یوازې د دوی پر وینا باور وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG