د لاسرسي ځای

تازه خبر

چمن کې د پاسپورټ او ویزې لازمي کېدو پر ضد پرلت دوام لري


په چمن کې پرلت د اکتوبر له ۱۲مې پیل شوی دی ـ د اکتوبر ۲۵مې انځور.
په چمن کې پرلت د اکتوبر له ۱۲مې پیل شوی دی ـ د اکتوبر ۲۵مې انځور.

د بلوچستان په چمن ښار کې د پاسپورټ او ویزې لازمي کېدو پر ضد پرلت د نومبر پر پینځمه پر ۱۶مه ورځ هم روان دی.

دا په داسې حال کې ده چې د چمن انتظامیې له پلان سره سم د نومبر پر لومړۍ نېټه پر پوله د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې لرلو شرط عملي کړ.

د تاجرانو اتحاديې او سياسي ګوندونو دا پرلت د اکتوبر پر ۲۱مه پيل کړی او غوښتنه کوي چې چارواکي دې د چمن او سپين بولدک ترمينځ پر دروازه خلکو ته د پخوا په شان پر پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکرې د تګ راتګ اجازه ورکړي.

دوی وايي، له افغانستان سره پر پوله د تجارت او تګ راتګ لپاره د پاکستان د حکومت د پاسپورټ او ویزې لازمي کېدو شرط نه مني، ځکه چې په خبره يې له دې کار سره د سيمې زرګونه کسان بېروزګاره کېدای شي.

دوی وايي، له افغانستان سره پر پوله د تجارت او تګ راتګ لپاره د پاکستان د حکومت د پاسپورټ او ویزې لازمي کېدو شرط نه مني، ځکه چې په خبره يې له دې کار سره د سيمې زرګونه کسان بېروزګاره کېدای شي.

په پرلت کې د لویو سوداګرو ترڅنګ هغه مزدوران هم شامل دي چې پخوا به یې هره ورځ د چمن او سپین بولدک ترمينځ سامانونه لېږدول.

په هغو کې شامل زیاتره مزدوران پنډیان یا ګنډې وړونکي دي چې ځايي خلک یې لغړیان بولي. پرلتوال وايي، د ټولو سیاسي ګوندونو له ملاتړه برخمن دي او زیاتوي چې د غوښتنې تر منل کېدو پورې خپل احتجاج ته دوام ورکوي.

په چمن کې د سوداګرو او مزدورانو احتجاجي پرلت دوام لري
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:36 0:00

بل پلو، د پاکستان حکومت د نومبر له لومړۍ نېټې راهيسې د چمن او سپين بولدک ترمينځ هېچا ته اجازه نه ده ورکړې چې له پاسپورټ او ويزې پرته دې سفر وکړي.

د چمن ډېپټي کمېشنر یا انتظامي مشر راجا اطهر عباس د نومبر پر لومړۍ نېټه خبریالاتو ته وويل چې پر پوله یې ټولې وړې لارې تړلې دي او اوس به خلک یوازې پر پاسپورټ او ویزې تګ راتګ کولای شي.

تر دې وړاندې، د بلوچستان د اطلاعاتو نګران وزیر جان محمد اڅکزي د اکتوبر پر ۲۴مه مشال راډيو ته ويلي ول چې د امنيت د ټينګښت او د قاچاق د مخنيوي لپاره يې د پاسپورټ او ويزې شرط ایښی دی.

له پرلتوالو سره د چمن د ضلعي انتظاميې او د بلوچستان د نګران حکومت تر څنګ د پاکستان د پوځ د جنوبي زون (سدرن کور کماڼد) مشر جنرال اصف غفور خبرې کړې دي خو نتيجې ته نه دي سره رسېدلي.

دا تر هغه وروسته ده چې د اکتوبر پر درېيمه د پاکستان حکومت د افغان کډوالو په ګډون ټولو بې اسناده بهرنيو وګړو ته د اکتوبر تر ۳۱مې وخت ورکړ چې له هغه هېواده وځي.

حکومت ويلي ول چې تر هغه وروسته به له افغانستان سره تګ راتګ يوازې پر پاسپورټ او ويزه کوي.

د پاکستان او افغانستان ترمینځ پر ډېورنډ کرښه پخوا د تګ راتګ لپاره ډېرې لارې وې خو پر کرښه د اغزن تار تر غځېدو وروسته د دواړو هېوادونو وګړي یوازې پر محدودو لويو لارو تګ راتګ کولای شي.

XS
SM
MD
LG