د لاسرسي ځای

تازه خبر

مسلم لیګ (ن) او پیپلز ګوند تر وفاق وروسته بلوچستان کې هم د ګډ حکومت پر جوړولو سلا شوي دي


د بلوچستان اسمبلۍ یو پخوانی انځور.
د بلوچستان اسمبلۍ یو پخوانی انځور.

د پاکستان رسنۍ وايي چې مسلم ليګ (ن) ویلي دي چې په بلوچستان کې هم له پيپلز ګوند سره ګډ حکومت جوړوي.

د پاکستان جیو نیوز او اې ار وای نیوز ټېلېوېژنونو او اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼه وايي، د فبرورۍ پر ۲۱مه په اسلام اباد کې د مسلم لیګ (ن) او جمعیت علمای اسلام (ف) د پلاویو ترمینځ ملاقات وشو چې پکې د مسلم لیګ (ن) مخکښ سیاستوال اسحاق ډار په صوبه کې له پیپلز ګوند سره د اېتلاف خبره وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد دواړه لوی ګوندونه د فبرروۍ پر ۲۰مه تر اوږدو خبرو وروسته په وفاق کې د حکومت پر جوړولو سلا شول.

د مسلم لیګ (ن) مخکښ سیاستوال اسحاق ډار د فبرورۍ پر ۲۱مه په اسلام اباد کې د جمعيت علمای اسلام (ف) له مخکښه مشرانو سره تر لیدو وروسته پر اېکس په بیان کې ویلي دي چې دواړو خواوو په ناسته کې ټینګار وکړ چې په بلوچستان کې د "یو پیاوړي جمهوري حکومت جوړېدل" اړین دي.

ډار وړاندې لیکلي دي چې په غونډه کې پرېکړه وشوه چې په بلوچستان کې د "مختلفو سیاسي قوتونو یو ځای کېدل د هېواد په ګټه دي."

نوموړي په بیان کې دا نه دي ویلي چې ایا ګوند یې په بلوچستان کې له پیپلز پارټۍ سره اېتلافي حکومت جوړوي او که نه خو رسنیو ویلي دي چې د جمعيت علمای اسلام (ف) د عمومي سېکرټر عبدالغفور حيدري په مشرۍ پلاوي د پاکستان مسلم ليګ (ن) له مخکښانو سره په ملاقات کې ورڅخه غوښتنه وکړه چې ورسره دې په بلوچستان کې ګډ حکومت جوړ کړي.

جیو نیوز او اې ار وای نیوز ټېلېوېژنونو او اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې ویلي دي چې ډار زیاته کړه چې ګوند یې وار له مخه په وفاق کې له پیپلز پارټۍ سره د حکومت پر جوړولو موافقه کوي نو له هم هغوی سره په بلوچستان کې هم ګډ حکومت جوړوي.

رسنۍ زیاتوي چې مسلم ليګ (ن) او پيپلز ګوند سلا شوي چې په ګډ حکومت کې به اعلاوزير د پيپلز ګوند، او ګورنر، لوړپوړی یا سینییر صوبايي وزير او سپيکر به د مسلم ليګ (ن) وي.

مسلم لیګ (ن)، پیپلز پارټۍ او جمعیت علمای اسلام (ف) لا د پاکستان د رسنیو د راپورونو په اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستان د انتخاباتي کمېشن د غير حتمي نتيجو له مخې، پاکستان پيپلز ګوند او جمعيت علمای اسلام (ف) د بلوچستان صوبايي اسمبلۍ ۱۱، ۱۱ څوکۍ، پاکستان مسلم ليګ (ن) ۱۰، خپلواکو نوماندانو شپږ او بلوچستان عوامي ګوند څلور څوکۍ ګټلې دي.

په خپلواکو نوماندانو کې څلورو وروسته په پيپلز ګوند او دوو په مسلم ليګ (ن) کې د ګډون اعلان وکړ.

بلوچستان اسمبلي ټولې ۶۵ څوکۍ لري چې ورڅخه یې پر ۵۱ باندې نوماندان د انتخاباتو له لارې منتخبېږي او په پاتې هغو کې یې ۱۱ د ښځو او درې د لږکیو لپاره ځانګړې شوې دي. په هغه صوبه کې د حکومت جوړولو لپاره د ساده اکثریت یعنې د اسمبلۍ د ۳۳ استازو ضرورت وي.

دا په داسې حال کې ده چې د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د فبرورۍ پر ۲۰مه د مسلم لیګ (ن) له مشرتابه سره تر ناستې وروسته خبري غونډې ته وویل چې دواړو ګوندونو د حکومت جوړولو لپاره په قامي اسمبلۍ کې د اړینو غړو شمېر پوره کړی دی.

د پاکستان قامي اسمبلي ټولې ۳۳۶ څوکۍ لري چې ورڅخه یې پر ۲۶۶ باندې استازي د مستقیمو انتخاباتو له لارې ټاکل کېږي او ۶۰ څوکۍ ښځو او ۱۰ لږکیو ته ځانګړې وي. د دې له مخې، د حکومت جوړولو لپاره د ساده اکثریت یعنې د اسمبلۍ د ۱۶۹ غړو ضرورت وي.

د مسلم لیګ (ن) مشر شهبازشریف هغې خبري غونډې ته وویل چې د حکومت جوړولو په درشل کې دي چې متحده قامي موومېنټ پاکستان (اېم کیو اېم پي)، مسلم لیګ (ق) او استحکام پاکستان ګوند به یې هم برخه وي.

په مذاکراتو کې هوکړه وشوه چې شهباز شریف به د وزیراعظم څوکۍ لپاره او اصف علي زرداري به د ولسمشر څوکۍ لپاره د هغوی ګډ کاندیدان وي.

تر دې مخکې د فبرورۍ پر ۱۳مه د مسلم لیګ (ن)، پیپلز ګوند، مسلم لیګ (ق)، اېم کیو اېم پي، استحکام پاکستان پارټۍ او د بلوچستان عوامي ګوند مخکښه مشرانو په اسلام اباد کې د ګډې خبري غونډې پر مهال د اېتلافي حکومت جوړولو اعلان وکړ خو په دې لړ کې پرمختګ و نه شو.

البته د دواړو ګوندونو د مشرانو تر مینځ د حکومت جوړولو په اړه نورې ناستې هم وشوې.

په پاکستان کې د فبرورۍ پر اتمه ټولټاکنې وشوې چې پکې د غیر حتمي نتیجو له مخې، مسلم لیګ (ن) په قامي اسمبلۍ کې ۸۰، پیپلز پارټۍ ۵۴ او اېم کیو اېم پي ۱۷ څوکۍ ګټلي دي.

مسلم لیګ (ن) او پیپلز پارټۍ د ګډ حکومت جوړولو اعلان پر داسې مهال کړی دی چې د پاکستان تحریک انصاف مشر ګوهر خان د فبرورۍ پر ۱۹مه وویل چې په عامو انتخاباتو کې یې بریالي شوي خپلواک غړي د قامي، پنجاب او خيبر پښتونخوا اسمبلیو لپاره په سني اتحاد کونسل کې شاملېږي.

نوموړي په اسلام اباد کې د سني اتحاد کونسل له مشر حامد رضا او د مجلس وحدت مسلمين له مشر راجا ناصر عباس سره ګډې خبري غونډې ته وویل چې دا پرېکړه هغوی ټولو په سلا کړې ده.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن د تېر کال په ډېسېمبر کې تحریک انصاف ته د ګوندي انتخاباتو په سم ډول نه کولو پر سر انتخاباتي نخښه ور نه کړه نو ځکه یې نوماندان په خپلواکه توګه انتخاباتو کې ګډون ته اړ شول.

د اصولو له مخې، که هغه ګوند غواړي چې حکومت جوړ کړي او د ښځو او لږکیو ځانګړې څوکۍ ترلاسه کړي، نو باید یې منتخب غړي په اسمبلیو کې په یو ګوند ورګډ شي.

په قامي اسمبلۍ کې د ښځو او د لږکیو ځانګړې څوکۍ هر ګوند په مستقیمو انتخاباتو کې د ګټلو څوکیو په تناسب ترلاسه کوي.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن له غیر حتمي نتیجو سره سم، د تحریک انصاف ۹۲ ملاتړیو د قامي اسمبلۍ څوکۍ ګټلې دي او په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې یې غوڅ اکثریت ترلاسه کړی دی.

دا راز، د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان د فبرورۍ پر ۱۴مه په اسلام اباد کې د يوې خبري غونډې پر مهال وويل چې د حکومت برخه نه جوړېږي او د هغه ګوند به په قامي اسمبلۍ کې د اپوزیشن پر څوکیو کښېني. جمعیت په قامي اسمبلۍ کې څلور څوکۍ لري.

XS
SM
MD
LG