د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملاېشیا د پاکستان هوایي شرکت الوتکه نیولې ده


پاکستاني چارواکي وایي پي ای اې له کلونو راهیسې تاوان کوي ـ پخوانی انځور.
پاکستاني چارواکي وایي پي ای اې له کلونو راهیسې تاوان کوي ـ پخوانی انځور.

د ملاېشیا چارواکو د پلازمېنې کوالالمپور پر هوايي ډګر د پاکستان هوايي شرکت (پی ای اې) یوه الوتکه نیولې ده.

چارواکي وايي، الوتکه یې تر هغې وروسته د عدالت په امر نیولې چې پي ای اې د اجارې شرکت ته د شاوخوا ۵.۴ مېلېونه امریکايي ډالرو په ورکولو کې پاتې راغی.

الوتکه له کوالالمپوره اسلام اباد ته تلونکې وه او ټاکل شوې وه چې نېږدې ۲۰۰ مساپر کې پکې سفر وکړي خو د هوایي ډګر چارواکو ورته د پرواز اجازه ور نه کړه.

خو د پاکستان هوایي شرکت وایي، الوتکه یې خپله ده خو یو انجن یې ورته په اجاره اخیستی چې په اړه یې عدالت ته ناسم معلومات ورکړل شوي او پر اساس یې د الوتکې د نیولو امر ترلاسه کړی دی.

د شرکت ویاند عبدالله خان د مې پر ۳۰مه مشال راډیو ته وویل قانوني ډلې یې پر هغې موضوع کار پیل کړی او ژر به هغه الوتکه خپل هېواد ته ستنه کړي. ''اصلاً د کمپنۍ اجاره ۱.۸ میلیونه ډالر وه، پي ای اې ورته هغه پیسې ورکړي دي او موږ به کوالالمپور کې عدالت ته خپل ځواب وړاندې کړی دی.''

خان وویل، ټول مسافر په بله الوتکه کې پاکستان ته رسېدلي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې په ملاېشیا کې د پاکستان هوایي شرکت یوه الوتکه نیول کېږي. تر دې وړاندې په ۲۰۲۱ز کال کې هم د هغه شرکت الوتکه په کوالالمپور کې نیول شوې وه. هغه مهال د هغې بوینګ ۷۷۷ ماډل الوتکې د اجارې شخړه د برتانیې په عدالت کې روانه وه خو بیا د ملاېشیا د عدالت په امر په کوالالمپور کې ونیول شوه.

خو هغه الوتکه تر اجارې ورکولو وروسته پر هم هغه کال پاکستان ته ستنه شوه.

په کراچۍ خبریال افتاب احمد خان د الوتکو او هوایي شرکتونه په اړه راپورونه جوړوي. هغه مشال راډیو ته وویل د پاکستان هوایي شرکت د ځینې الوتکو قضیې د بېلابېلو هېوادونو په عدالتونو کې روانې دي. د هغه په خبره، د شرکت چلوونکي پر سم وخت عدالتونو ته نه ځي چې له امله یې دا ډول ستونزې پیدا کېږي.

د پاکستان هوایي شرکت له یوشمېر کلونو راهیسې له تاوان سره مخامخ دی. تېره میاشت د پاکستان د هوایي چلند او اورګاډو چارو وزیر خواجه سعد رفیق قامي اسمبلۍ ته وویل چې پي ای اې اربونه روپۍ پوروړی دی او یوازې د سږکال په لومړیو څلورو میاشتو کې یې ۸۸ اربه روپۍ تاوان کړی دی.

هغه وویل له ۲۰۰۵ز کال څخه تر ۲۰۲۰ز کال پورې شرکت ۴۹۹ اربه او ۷۵ کروړه روپۍ تاوان کړی دی.

داراز، د پاکستان ملي هوايي‌ کمپنۍ له کلونو راهیسې له یوشمېر نورو ستونزو سره هم مخامخ ده.

د ۲۰۱۷ز کال په مې میاشت کې له اسلام اباده لندن ته په تللو دوو الوتکو کې هېروین (پوډر) موندل شوي ول.

په ۲۰۲۰ز کال کې چې پاکستان د خپلو یوشمېر پیلوټانو لايسنسونه جعلي وبلل نو یوشمېر هېوادونو یې پر پروازونو بندیزونه ولګول.

هغه مهال د پاکستان د هوایي چلند پخواني وفاقي وزیرغلام سرور خان قامي اسمبلۍ ته ویلي ول چې د پي ای اې په ګډون د هغه هېواد د یوشمېر شخصي هوايي کمپنیو شاوخوا ۸۶۰ پیلوټان جعلي بریلیکونه او اجازتنامې لري.

د پاکستان چارواکو په تېرو وختونو کې په بیا بیا ویلي چې د پي ای اې د مالي او نورو ستونزو مهم لاملونه د زیاتو کارکوونکو ساتل او یوشمېر هېوادونو ته یې پر پروازونو بندیزونه دي.

XS
SM
MD
LG