د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور های کورټ اسمبلیو کې د ځانګړو څوکیو په اړه د سني اتحاد شورا درخواست رد کړ


د پېښور های کورټ ودانۍ مخې ته د تحریک انصاف ځینې پلویان ولاړ دي - د جنورۍ ۱۰مې انځور.
د پېښور های کورټ ودانۍ مخې ته د تحریک انصاف ځینې پلویان ولاړ دي - د جنورۍ ۱۰مې انځور.

پېښور های کورټ په قامي او صوبايي اسمبليو کې سني اتحاد کونسل ته د ښځو او مذهبي لږکيو د ځانګړو څوکيو نه ورکولو پرضد درخواست رد کړی دی.

د قاضي اشتیاق ابراهيم په مشرۍ د پینځو قاضیانو جرګګۍ مارچ پر ۱۴مه د سني اتحاد کونسل، چې په اسمبلیو کې یې زیاتره غړي د تحریک انصاف پلویان دي، د غوښتنليک اورېدنه وکړه چې ورته یې وکيل بېرسټر علي ظفر او د انتخاباتي کمېشن وکیل سکندر بشیر مومند دلیلونه وړاندې کړل.

دواړو وکیلانو په اورېدنه کې د قاضیانو پوښتنې هم ځواب کړې.

دا په داسې حال کې ده چې د پېښور های کورټ قاضي ابراهیم په مشرۍ دوه کسیزه جرګګۍ د مارچ پر شپږمه د قامي اسمبلۍ د هغو ځانګړو څوکیو ترلاسه کوونکي د مارچ تر اوومې پورې له لوړې کولو منع کړي ول چې سني اتحاد کونسل ورباندې دعوه لرله.

د های کورټ د قاضي اشتیاق ابراهیم او شکیل احمد دوه کسیزه جرګګۍ دا امر د مارچ پر شپږمه د سني اتحاد کونسل یا شورا د درخواست اورېدنې پر مهال وکړ.

د تحریک انصاف وکیل علي ظفر د مارچ پر ۱۴مه های کورټ ته وویل چې د هغه ګوند په پلوۍ ۸۶ خپلواک نوماندان قامي اسمبلۍ ته، ۱۰۷ پنجاب اسمبلۍ، ۹۰ د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ ته، نهه سیند اسمبلۍ او یو بلوچستان اسمبلۍ ته منتخب شوي ول چې وروسته په سني اتحاد کونسل ورګډ شول.

د دې لامل دا وو چې د قانون له مخې، د پارلېمان خپلواک غړي به د ځانګړو څوکیو ترلاسه کولو لپاره هرومرو په یو ګوند کې شاملېږي.

سني اتحاد کونسل په ۲۰۰۹ز کال کې جوړ شوی وو چې بېلابېل سني سازمانونه او مذهبي ګوندونه پکې شامل دي.

ظفر زیاته کړه چې د انتخاباتي قانون له مخې یې په اسمبلیو کې ځانګړې څوکۍ حق جوړېږي او انتخاباتي کمېشن باید ورته ۷۸ څوکۍ ورکړې وای.

البته د انتخاباتي کمېشن وکیل سکندر مومند وویل چې سني اتحاد کونسل یو سیاسي ګوند دی خو پارلېماني ګوند نه دی نو ځکه د ځانګړو څوکیو ترلاسه کولو حق نه لري.

عدالت د دواړو لوریو تر دلیلونو اورېدو وروسته فيصله محفوظه کړه او وروسته يې واوروله چې پکې ويل شوي چې د سني اتحاد کونسل يا شورا غوښتنليک ردوي.

سني اتحاد شورا په خپل غوښتنلیک کې د انتخاباتي کمېشن د مارچ څلورمې فرمان چیلېنج کړی وو چې پکې هغې خپلواکه ادارې شورا ته د ځانګړو څوکیو نه ورکولو پرېکړه کړې وه.

د پاکستان په قامي او صوبايي اسمبلیو کې د ښځو او مذهبي لږکیو لپاره څوکۍ ځانګړې شوې دي چې تر انتخاباتو وروسته هر ګوند ته د ګټلو څوکیو په تناسب ورکول کېږي.

انتخاباتي کمېشن د مارچ پر څلورمه په خپل فرمان کې ویلي ول چې سني اتحاد شورا ورسره د ځانګړو څوکیو لپاره د نومول شویو نوملړ نه وو شریک کړی نو ځکه هغه څوکۍ نورو ګوندونو ته ورکوي.

کمېشن د مارچ پر څلورمه په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې هم د ښځو او لږکیو ځانګړې څوکۍ مخالفه ګوندونو ته ورکړې.

کمېشن جمعیت علمای اسلام (ف) ته د ښځو ۱۰ او د مذهبي لږکیو یوه، مسلم لیګ (ن) ته د ښځو اته د او د لږکیو یوه، پیپلز ګوند ته د ښځو شپږ او د لږکیو یوه او عوامي نیشنل ګوند او پاکستان تحریک انصاف پارلېمېنټېریینز ته یې د ښځو یوه، یوه څوکۍ ورکړه.

سني اتحاد کونسل تر هغې وروسته په سیاسي او پارلېماني منظر کې جوت شو چې د پاکستان انصاف هغو ټولو غړو پکې د ګډون اعلان وکړ چې د کمېشن له لوري د انتخابي نښې نه ترلاسه کېدو له وجې په خپلواکه توګه د انتخاباتو نوماندۍ ته اړ شول.

په سني‌ اتحاد کونسل کې تر ګډېدو وروسته هغوی د انتخاباتو کمېشن ته درخواست ورکړی وو چې د ښځو او لږکیو لپاره دې څوکۍ ورکړي چې حق یې جوړېږي. خو د انتخاباتو کمېشن په دې اړه د فبرورۍ پر ۲۸مه خپله پرېکړه خوندي کړې وه چې ایا هغوی ته دا څوکۍ ورکړي او که نه؟

د انتخاباتو کمېشن چې د مارچ پر څلورمه سني اتحاد کونسل ته د یادو څوکیو نه ورکولو اعلان وکړ نو تحریک انصاف پر خپله رسمي اېکس پاڼه ولیکل چې "د انتخاباتو کمېشن د ولسي رایې احترام نه دی کړی."

د یاد ګوند پر اېکس پاڼه ورکړل شوی بیان زیاته کړې وه چې د هغوی ځانګړې څوک‍ۍ نورو ګوندونو ته ورکول جمهوریت ته زیان رسوي.

د پاکستان قامي اسمبلي ټولې ۳۳۶ څوکۍ لري چې ورڅخه یې پر ۲۶۶ باندې استازي د مستقیمو انتخاباتو له لارې ټاکل کېږي او ۶۰ څوکۍ ښځو او ۱۰ لږکیو ته ځانګړې وي.

د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ د غړو شمېر ۱۴۵ دی چې ورڅخه یې ۱۱۵ د مستقیمو انتخاباتو له لارې ټاکل کېږي او پکې ۲۶ د ښځو او څلور د مذهبي لږکیو ځانګړې څوکۍ دي.

XS
SM
MD
LG