د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان د پوځ مشر وايي د "ترهګرۍ پرضد جګړې" ته دوام ورکوي


جنرال سید عاصم منیر د ۲۰۲۲ز کال د نومبر پر ۲۹مه د پاکستان د پوځ مشر شو.
جنرال سید عاصم منیر د ۲۰۲۲ز کال د نومبر پر ۲۹مه د پاکستان د پوځ مشر شو.

د پاکستان د پوځ مشر جنرال سید عاصم منیر جنوبي وزیرستان ته د سفر پر مهال ویلي دي چې "په بشپړ ډول د ترهګرۍ تر ختمېدو پورې جنګ" ته دوام ورکوي.

د پاکستان دولتي راډیو وايي، نوموړی د مارچ پر ۱۴مه له ډېورنډ کرښې سره نېږدې د پاکستان پوځ سنګرونو ته ورغی او هلته یې له خپلو سرتېرو سره ولیدل.

منیر وویل، د "ترهګرۍ پرضد په جګړه کې" د بېلابېلو دولتي یا ریاستي ادارو ترمینځ "رابطې او همکاري" اړینه ده.

د پاکستان د پوځ مشر پر داسې مهال جنوبي وزیرستان ته تللی دی چې د خیبر پښتونخوا په ګډون د پاکستان په یوشمېر نورو برخو کې د ۲۰۲۲ز کال له اوړي راهیسې بریدونه زیات شوي دي او تحريک طالبان پاکستان ډلې هم د ۲۰۲۲ز کال په نومبر کې د اوربند تر ختمولو وروسته بریدونو ته زور ورکړی دی.

د هغه هېواد په بېلابېلو برخو کې د ناامنۍ ضد پراخې مظاهرې، جلسې، لاریونونه او احتجاجي ناستې شوې دي. په دې لړ کې په وروستیو کې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو ضلعو کې د ولسي پاڅون په نامه پراخې غونډې هم شوې دي.

خو د پاکستان حکومت وايي، وسلوال بیامنظمېدو ته نه پرېږدي او د ترهګرۍ او سختدریځۍ پرضد مبارزې ته دوام ورکوي.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د فبرورۍ پر ۲۴مه د اپېکس کمېټۍ غونډه وشوه چې پکې چارواکو وویل چې په ملک کې د سیاسي کرارۍ او اقتصادي ودې لپاره "د ترهګرۍ ختمول اړین" دي.

تر دې مخکې، د پاکستاني پوځ مشر جنرال عاصم منير د ډېسېمبر پر ۲۳مه شمالي وزیرستان ته د سفر پر مهال هم ویلي ول چې پوځ امنیتي حالاتو ته توجه ورکوي او "د ترهګرۍ مخنيوي ته ژمن" دی.

داراز، د پاکستان وزیراعظم شهبازشریف د فبرورۍ پر درېیمه ویلي ول چې حکومت پرېکړه کړې ده چې د ترهګرۍ پرضد به د وفاق او صوبو ترمینځ یو شان پالیسي عملي کوي.

XS
SM
MD
LG