د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوځ په پښین کې د ۳ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې ده


پوځ وايي چې عملیات د اپرېل ۲۲مې او ۲۳مې ترمینځ شپې مهال شوي دي.
پوځ وايي چې عملیات د اپرېل ۲۲مې او ۲۳مې ترمینځ شپې مهال شوي دي.

د پاکستان پوځ د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه پښین کې د عملیاتو پر مهال د درو مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې ده.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د اپرېل پر ۲۳مه په بیان کې ویلي دي چې سرتېرو د اپرېل ۲۲مې او ۲۳مې ترمینځ شپې مهال د استخباراتي معلوماتو پر اساس په پښین کې عملیات کول چې پر مهال یې له وسلوالو سره "سخته نښته وشوه".

پوځ وايي چې د عملیاتو پر مهال یې یو مشکوک وسلوال په ژوبل حالت کې نیولی هم دی چې "افغان وګړی دی."

پوځ په بیان کې د خپلې دعوې د ثابتولو لپاره شواهد نه دي وړاندې کړي او دا یې هم نه دي ویلي چې ژوبل او وژل شوي کسان د کومې ډلې غړي دي.

تر اوسه پورې کومې وسلوالې ډلې هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا تر هغې وروسته ده چې د پښین انتظامیې د اپرېل پر ۲۱مه د هغې ضلعې او کلا عبدالله ترمینځ د سنځلي (سنزلي) په غرونو کې د عملیاتو پر مهال په نښته کې د دوو مشکوکو وسلوالو د وژنې او د څلورو د ژوبلولو دعوه کړې وه.

د پښین انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) جمعه داد مندوخېل د اپرېل پر ۲۲مه د مشال راډیو په ګډون رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي ول چې هغه وسلوال په وروستیو کې د سیمې د لېویز ځواک د رسالدار حمید الله په وژنه کې ککړ ول.

د پښین چارواکو ویلي ول چې وژل شوي او ژوبل وسلوال د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) غړي ول خو هغې وسلوالې ډلې په دې اړه څه نه ول ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د مارچ پر ۲۷مه د پښین په منزرۍ کلي کې په یوه نښته کې د لېویز ځواک رسالدار حمید الله وژل شوی وو او درې سرتېري ژوبل شوي ول.

هغه مهال د منزرۍ کلي اوسېدونکو مشال راډیو ته وویل چې د لېویز ځواک سرتېري هلته د یو مطلوب کس په نیولو پسې ورغلي ول چې هغه او ملګرو یې ورباندې ډزې وکړې او مرګژوبله یې واړوله.

د پښین انتظامیې پر هغه ورځ په بیان کې ویلي ول چې د سرتېرو په ځوابي ډزو کې یو وسلوال ژوبل شو او نور د قلعه عبدالله پر لوري وتښتېدل.

پر سرتېرو د حملې ذمه واري چا نه وه منلې.

په بلوچستان کې بلوڅ بېلتونپالې وسلوالې ډلې، ټي ټي پي او د اسلامي دولت (داعش) خراسان څانګې په ګډون یوشمېر نورې وسلوالې ډلې فعاله دي چې وخت پر وخت پر امنیتي سرتېرو او حکومتي کارکوونکو حملې کوي.

XS
SM
MD
LG