د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملي جمهوري غورځنګ پر محسن داوړ د برید پر ضد مظاهرې کوي


محسن داوړ د ۲۰۲۳ کال د نومبر پر ۱۱مه په شمالي‌ وزيرستان کې د خپلو ګوند غړو ته وینا کوي.
محسن داوړ د ۲۰۲۳ کال د نومبر پر ۱۱مه په شمالي‌ وزيرستان کې د خپلو ګوند غړو ته وینا کوي.

ملي جمهوري غورځنګ (اېن ډي اېم) پر خپل مشر محسن داوړ د شوي برید پر ضد د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د مظاهرو اعلان کړی دی.

هغه ګوند د جنورۍ پر څلورمه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د جنورۍ تر اوومې پورې به په مظاهرو کې د پاکستان له حکومته د امنيت ټينګولو غوښتنه تکرار کړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په اسلام اباد، کراچۍ، بېلابېلو قبایلي ضلعو، پېښور، کوټه او بوري (لورالايي) کې یې د لاريونونو تابیا کړې ده.

د شمالي وزيرستان پولیسو مشال راډيو ته ويلي چې وسلوالو د جنورۍ پر درېيمه د میرامشا په تپي سیمه کې پر محسن داوړ د انتخاباتي کيمپېن پر مهال ډزې وکړې چې پکې هغه او ملګرو ته یې زیان و نه رسېد.

داوړ تر پېښې وروسته وروسته پر اېکس ولیکل چې په تپي کلي‌ کې ورباندې دوه ځلې برید وشو. د نوموړي په وينا، تر دوو ساعتونو پورې ډزې روانې وي او هلته ولس، د ګوند غړو او پولیسو د وسلوالو پر ضد ځوابي ډزې وکړې.

داوړ تر برید وروسته په تپي‌ کلي کې خپلو پلويانو ته وینا وکړه او زیاته یې کړه چې "دا ښايي اخري حمله نه وي خو د وطن لپاره قربانۍ" ته تیار دی او هېڅوک یې د ترهګرو د ملاتړو پر ضد له مبارزې نه شي ګرځولای.

محسن داوړ د جنورۍ پر دريېمه له مشال رېډيو سره په مرکه کې وويل چې ورباندې د شوي برید لامل دا دی چې نوموړی "په سيمه کې د مصنوعي جنګونو خلاف" دی.

هغه وویل، له سیاسي او سوله ییزې لارې به د سختدريځۍ او ترهګرۍ پر ضد کار ته ادامه ورکوي. "هغوی چې پر موږ بریدونه کوي، باید دا خبره له ذهنه وباسي چې موږ به په شا شو. موږ به ولس پر دې پوهوو چې له ټوپک کرکه وکړي، د جنګ خشاک جوړ نه شي او څوک يې د خپلو ناوړه ګټو لپاره ونه کاروي."

ملي جمهوري غورځنګ او د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ مشر علي وزير په شمول ګڼو سیاستوالانو په بېلابېلو بیانونو کې پر دواړ د برید غندنه کړې او پلټنې یې غوښتې دي.

پر داوړ او ملګرو یې د برید ذمه واري لا چا نه ده منلې.

محسن داوړ د پاکستان پر پوځ د نيوکو لپاره پېژندل کېږي. نوموړی پر هغوی تور پورې کوي چې د وسلوالو په وړاندې مبارزه کې توپيري چلند کوي.

خو د پاکستان حکومت او پوځ دا نه ده منلې او وايي چې له ترهګرو سره په جنګ کې یې په زرګونو سرتېري وژل شوي دي.

محسن داوړ چې پخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی وو، د خپل دريځ او په دې اړه د ويناوو له امله څو ځلې بندي شوی هم دی.

پر محسن داوړ حمله په داسې حال کې شوې چې د پاکستان ګوندونه او سیاستوالان د فبرورۍ پر اتمه د کېدونکو عامو انتخاباتو لپاره کیمپېنونه کوي. البته دوی وار له مخه پر خرابېدونکي امنیت اندېښمن دي.

د جنورۍ پر لومړې نېټه په ډېره اسماعیل خان کې د جمیعت علمای اسلام (ف) د مشر مولانا فضل الرحمان له موټرو سره نېږدې او په باجوړ کې پر یو انتخاباتي نوماند ډزې وشوې.

پولیسو د ډېره اسماعيل خان د پېښې په اړه ويلي ول چې د برید هدف مولانا فضل الرحمان نه وو خو د هغه ګوند د امنيت غوښتنه وکړه.

د باجوړ په پېښه کې ازاد امیدوار سید رحيم شاه زخمي شوی او د هغه بل ملګری وژل شوی وو. د باجوړ د پوليسو ویاند محمد اسرار د جنورۍ په لومړۍ نېټه مشال راډيو ته وویل چې هغه برید د ناوګۍ تحصيل په کمانګره سیمه کې نامعلومه وسلوالو پر یو موټر کړی وو.

تر اوسه د دواړو بریدونو ذمه واري چا نه ده منلې.

XS
SM
MD
LG