د لاسرسي ځای

تازه خبر

د انصاف نړیوال عدالت پر اسراییلو د نسل وژنې د تورونو اورېدنه کوي


په نېدرلینډز کې د انصاف نړیوال عدالت د ودانۍ یو پخوانی انځور.
په نېدرلینډز کې د انصاف نړیوال عدالت د ودانۍ یو پخوانی انځور.

اسراییل د جنورۍ پر ۱۱مه د انصاف په نړیوال عدالت کې په غزې تړانګه کې د توکموژنې یا نسل وژنې له تورونو سره مخامخېږي.

اسراییل د ملګرو ملتونو په هغه اعلا عدالت کې د نسل وژنې د تورونو پرضد د خپلې دفاع تیاری کوي.

دا په داسې حال کې ده چې اسراییلي وزیراعظم بنیامین نتنیاهو په لومړي ځل په ډاګه د ځینو هغو ښي لاسو وزیرانو غوښتنې رد کړې چې ګواکې محاصره شوې غزه په دایمي ډول ونیسي.

په عین وخت کې د امریکا او اروپايي ټولنې له لوري ترهګرې بلل شوې ډلې حماس پرضد د اسراییلو جګړې زور اخیستی دی.

ټاکل شوې چې د هغې جګړې پر ضد د مقدمې دوه ورځنۍ اورېدنه د نېدرلینډز (هالینډ) په هیګ کې د انصاف په نړیوال عدالت کې وشي.

جنوبي افریقا، چې هغه قضیه یې په ډېسېمبر کې په هغه عدالت کې دایره کړې وه، دعوه کوي چې په غزه کې جګړه د ۱۹۴۸ز کال د نسل وژنې د جرم د مخنیوي او سزا د کنوېنشن (کنوانسیون) سرغړونه ده.

د اینتني بلېنکن د منځني ختیځ سفر

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن د جنورۍ پر ۱۰مه په رام الله کې د فلسطینۍ ادارې له مشر محمود عباس سره ولیدل.

منځني ختیځ ته د بلېنکن د سفر هدف د اسراییلو او حماس ډلې د جګړې د پراخېدو مخه نیول دي.

د فلسطین رسمي خبري اژانس وفا ویلي چې عباس له بلېنکن سره د فلسطینیانو پر وړاندې د اسراییلو د "تېري پر درېدو ټینګار" وکړ.

د فرانسې خبري اژانس په وینا، بلېنکن چې تر دې مخکې یې له لوړپوړو اسراییلیو چارواکو سره لیدلي ول، عباس ته ویلي دي چې واشنګټن د "یو فلسطیني دولت یا ریاست" د جوړېدو لپاره د کلکو ګامونو ملاتړ کوي.

د غزې جګړه او مرګژوبله

په غزې کې روان خونړی جنګ د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر تر اوومې وروسته پیل شو. پر هغه ورځ د حماس ډلې وسلوالو پر اسراییلو په یوه بېسارې حمله کې ۱،۱۴۰ کسان ووژل چې ډېری یې ولسي وګړي ول.

وسلوالو داراز شاوخوا ۲۵۰ تنه یرغمل هم کړل او له ځان سره یې یوړل. اسراییل وايي له هغو څخه یې ۱۳۲ تنه لا هم له وسلوالو سره دي او داسې انګېرل کېږي چې ۲۵ تنه وژل شوي دي. پاتې کسان د یوه جوړجاړي له مخې خوشې شوي دي.

اسراییلو د دې په غبرګون کې سخت پوځي ځواب ورکړ او په غزه کې د روغتیا ادارې په وینا، تر اوسه یې ۲۳،۳۵۷ کسان وژلي دي چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

د اسراییلو پوځ ویلي چې په غزه کې د حماس د ختمولو لپاره په روانه جګړه کې یې تر اوسه ۱۸۶ پوځیان وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG