د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بشري حقونو کمېشن د تحریک انصاف د نوماندانو د نوملیکنې مخې ته خنډونه غندلي دي


د تحریک انصاف یوشمېر غړي د مظاهرې پر مهال ـ پخوانی انځور.
د تحریک انصاف یوشمېر غړي د مظاهرې پر مهال ـ پخوانی انځور.

د پاکستان بشري حقونو کمېشن وايي، د راتلونکو ټاکنو لپاره د تحريک انصاف نوماندانو د نومليکنې پر مخ پراته خنډونه غندي او د جمهوريت لپاره یې زیان رسوونکي بولي.

کمېشن د ډېسېمبر پر۲۳مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د ملک په بېلابېلو برخو کې په مبینه ډول د انتخاباتو کمېشن چارواکو د تحريک انصاف د ځينو نوماندانو له نوملیکنې انکار کړی چې د جمهوري اقدار خلاف کار دی.

کمېشن غوښتنه کړې چې د ټاکنو د شفافیت لپاره ضروري ده چې ټولو سیاسي ګوندونو ته په انتخاباتو کې يو شان موقعې او حالات برابر شي. کمېشن تحريک انصاف ته د خپلې روایتي نښې بیټ نه ورکول هم غندلي دي.

د ډېسېمبر پر ۲۳مه، د تحريک انصاف مشر ګوهر علي خان په اسلام اباد کې په یوه خبري غونډه کې وويل چې د دوی له نوماندانو سره له تعصبه ډکه رویه کېږي او د نوملیکنې مخنيوي لپاره ورته بېلابېلې بهانې جوړېږي. هغه زیاته کړه چې له دوی سره د روان سلوک پر ضد عدالت ته ځي.

د پاکستان انتخاباتو کمېشن تر اوسه د تحريک انصاف نوماندانو د نوملیکنې پر وړاندې د مبینه خنډونو په ځواب کې څه نه دي ويلي خو د ډېسېمبر پر ۲۲مه یې ویلي ول چې د تحريک انصاف وروستي داخلي انتخابات له قانون سره سم نه ول نو ځکه ورته د انتخابي نښې په توګه د بیټ کارولو اجازه نه ورکوي.

د پاکستان انتخاباتو کمېشن د فبرورۍ د میاشتې پر اتمه د انتخاباتو کولو ویلي دي او په انتخاباتو کې د برخې اخیستو لپاره نوماندانو د کاغذونو جمع کولو بهیر روان دی چې د ډېسېمبر ۲۴مه یې وروستۍ ورځ ده.

د پاکستان نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ، چې د ایین له مخې یې حکومت د شفافو ټاکنو کولو دنده لري، په بیا بیا ويلي چې د انتخاباتو پر وخت به له هېڅ سیاسي ګوند سره دوستي یا دښمني نه کېږي.

هغه البته زیاته کړه چې که د تحريک انصاف پخوانی مشر او مخکینی وزیراعظم عمران خان په بند کې د پاتې کېدو له امله په ټاکنو کې ګډون و نه کړي، نو د انتخاباتو پر شفافیت پوښتنې نه راپورته کېږي.

خو د تحريک انصاف مشر ګوهر هلي خان ويلي چې د عمران خان په جېل کې ساتل او ورسره روان چلند د جمهوري بهیر دعوې تتې کړي دي.

د یادونې ده چې د دې ګوند ګڼ مشران او غړي د مې مياشتې د نهمې تر غونډې وروسته نیول شوي دي. پر هغه ورځ د ګوند غړو د عمران خان د نیولو ضد مظاهرې کړې وي. د مظاهرو پر وخت د پاکستان پوځي ودانیو ته زیان رسېدلی او په ځينو ځایونو کې ورته اور اچول شوی وو.

پوځ وايي چې د تحريک انصاف ښکېلو مشرانو او غړو ته به د دې کار سزا ورکول کېږي.

خو هغه ګوند دريځ لري چې پر هغه ورځ د مظاهرو پر وخت زیان د جاسوسي ادارو غړو اړولی دی چې د پاکستان پوځ یې بې بنیاده دعوه بولي.

د تحريک انصاف مخکینی مشر او پخوانی وزیراعظم عمران خان هم د درغليو په قضيو کې په جېل کې دی. هغه ګوند تورونه ردوي او وايي چې پر ضد یې سیاسي سازش کېږي.

XS
SM
MD
LG