د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چين ولسمشر وايي نړیواله پانګونه یې هيڅ هېواد ته خطر نه دی


 د چين ولسمشر شي جينپينګ
د چين ولسمشر شي جينپينګ

د چين په پلازمېنې بيجينګ کې د يو کمربند - يوې لارې فورم د سرمشريزې په وخت ولسمشر شي جينپينګ ویلي چې هېواد يې "اقتصادي جبر" او نورو هیوادونو سره " ټکر" ردوي.

د اکتوبر پر ۱۸ مه په بېجينګ کې د يو کمربند او يوې لارې نوښت د لسمې کليزې د نمانځنې غونډې ته په وینا کې شي جين پينګ د نړۍ د بنسټيزو تاسيساتو او انرژۍ د شبکو د جوړولو لپاره د خپل هغه ستر پلان ستاينه وکړه چې اسيا له افريقا او اروپا سره د ځمکې او سمندري لارو تړي.

هغه زیاته کړه چې چین د یو اړه خیزه بندیزونو، اقتصادي جبر، او د اکمالاتو د لړۍ د ګډوډي پر وړاندی ولاړ دی. نوموړي وويل چې په بېلابېلو هېوادونو کې یې پانګونه د هېڅ هې،اد اقتصادي ګتو ته ګواښ نه دی.

غربي هېوادونه پر چين نيوکې لري چې د نړۍ ځينو بې وزله هېوادونو ته د پور په ورکولو سره هغوی د اقتصادي او سیاسي اغیز لاندې راولي. چين د پاکستان سره هم د ۶۴ اربه ډالرو اقتصادي راهدارۍ پروژه کې د بلوچستان په ګوادر کې پانګونه کوي. په پاکستان کې بلوڅ ازادۍ غوښتونکو وسله والو ډلو وخت پر وخت پر چينايي وګړو بریدونه کړي دي.

د رویټرز خبري اژانس د یو راپور تر مخه د چین د یو کمربند او یوې لارې پروژه په لومړي سر کې چین له مغربي اروپا سره نښلوي. خو د اژانس په خپره په دې غونډه کې د هنګري له ولسمشر ویکتور اوربان بغیر د اروپايي ټولنې کوم بل لوړ پوړي چارواکي ګډون نه دی کړی.

د غونډې په نورو د پام وړ ګډونوالو کې د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ وزیر حاجي نورالدین عزیزي هم شامل وو. عزيزي په دغو مراسمو کې خبريالانو ته وويل چې چين اوس مهال د افغانستان له پرمختيا سره زياته علاقه لري نو له دغه امله دوی له چین سره اړیکې زیاتې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په روانه اوونۍ کې د نړۍ د ۱۳۰ هېوادونو استازي په چین کې د هغې سرمشریزې لپاره غونډ شوي دي.چین هیله من دی چې د بیلټ او روډ فورم په نامه دا سرمشریزه به یې په نړۍ کې قام اوچت کړي.

چین په ۲۰۱۳ز کال کې د یوې کړۍ یوې لارې په نوم پراخې پروژې اعلان کړې چې هدف یې د اسیا، اروپا او افریقایي هېوادونو ترمینځ د بېخبنا (انفراسټرکچر) پرمختګ، سوداګرۍ او پانګونې ته وده ورکول دي. د چین-پاکستان اقتصادي لار (سیپيک) هم د هغو پروژو برخه ده.

د چین د هغې پروژۍ په سیالۍ کې جي ۲۰ هېوادونو په سېپتېمبر کې په نوي دلي د هندـ منځني ختیځ ـ اروپا اقتصادي دهلیز پروژه اعلان کړه. هند او عربي هېوادونو څخه به تجارتي مالونه د سعودي عرب او متحده عرب اماراتو له لارې جرمني او فرانسې ته لېږدول کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG