د لاسرسي ځای

تازه خبر

انتخاباتي کمېشن: خیبر پښتونخوا کې د ضمني انتخاباتو لپاره تیارۍ بشپړې شوې دي


په اسلام اباد کې یوه ښځه د فبرورۍ پر اتمه خپله رایه کاروي.
په اسلام اباد کې یوه ښځه د فبرورۍ پر اتمه خپله رایه کاروي.

د پاکستان د انتخاباتي کمېشن د خیبر پښتونخوا څانګې ویلي دي چې په صوبه کې یې د قامي او صوبايي اسمبلیو د دوو، دوو څوکیو ډکولو لپاره د ضمني انتخاباتو تیارۍ بشپړې کړې دي.

کمېشن د اپرېل پر ۱۸مه په بیان کې ویلي دي چې په خیبر پښتونخوا کې د اپرېل پر ۲۱مه د ډېره اسماعیل خان په ۴۴مه او د باجوړ په اتمه حلقه کې د قامي او د باجوړ په ۲۲مه او د کواټ په ۹۱مه حلقه کې د صوبايي اسمبلۍ لپاره ضمني انتخابات کېږي.

په بیان کې راغلي دي چې په هغو کې سیمو کې د رایې کارونې له ۸۹۲ مرکزونو څخه ۱۳۹ له امنیتي پلوه زیات حساس دي نو ځکه یې اضافي امنیتي تدابیر په پام کې نیولي دي.

دا په داسې کې ده چې په وروستیو کې په باجوړ کې د انتخاباتي کیمپېن پر مهال دوه بریدونه شوي دي. د اپرېل پر ۱۷مه د قامي اسمبلۍ د څوکۍ نوماند او د پیپلز ګوند سیاستوال اخوندزاده چټان ګاډی د بمي برید ښکار شو چې پکې چا ته مرګژوبله نه ده اوښتې.

تر دې مخکې، د اپرېل پر اتمه د باجوړ په ناوګۍ بازار کې د سیاسي جلسې پر مهال په ډزو کې یو تن وژل شوی او دوه ژوبل شوي ول.

انتخاباتي کمېشن وايي، د انتخاباتو لپاره به کیمپېن د اپرېل پر ۲۰مه تر نیمې شپې مخکې پای ته ورسي.

دا په داسې حال کې ده چې د اپرېل پر ۲۱مه د خیبر پښتونخوا له څلورو حلقو پرته د پاکستان په نورو صوبو کې هم د قامي او صوبايي اسمبلیو د پاتې ۱۹ څوکیو ډکولو لپاره ضمني انتخابات کېږي.

کمېشن وايي چې له خیبر پښتونخوا پرته، ضمني انتخابات د قامي اسمبلۍ پر څلورو، د پنجاب صوبايي اسمبلۍ پر ۱۲، د بلوچستان پر دوو او سیند صوبايي اسمبلۍ پر یوې حلقې کېږي.

انتخاباتي کمېشن وايي چې په ضمني ټاکنو کې د خیبر پښتونخوا د ۴۹ امېدوارانو په ګډون په ټول پاکستان کې د ۲۳۹ نوماندانو ترمینځ سیالي کېږي.

په اسلام اباد کې یوې ښځې بچی په غېږ کې نیولی او ووټ اچوي، څنګ کې یې بل ماشوم هم ولاړ دی - د فبرورۍ اتمې انځور.
په اسلام اباد کې یوې ښځې بچی په غېږ کې نیولی او ووټ اچوي، څنګ کې یې بل ماشوم هم ولاړ دی - د فبرورۍ اتمې انځور.

په پاکستان کې د فبرورۍ پر اتمه عام انتخابات شوي ول خو پر ځینو حلقو د امنیت خراب وضعیت او په باجوړ کې په حمله کې د یو نوماند تر وژنې وروسته انتخابات ځنډېدلي ول.

له دې پرته، ځینو سیاستوالانو په ټولټاکنو کې له یوې څخه زیاتې څوکۍ ګټلې وې چې وروسته یې، د قانون له مخې، یوازې یوه څوکۍ له ځان سره وساتله او نورې خالي شوې.

د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې د انتخاباتي کیمپېن پر مهال په برید کې یو خپلواک نوماند ریحان زېب وژل شوی وو چې تر هغې وروسته انتخاباتي کمېشن د هغې ضلعې د قامي او صوبايي اسمبلیو پر دوو حلقو ټاکنې وځنډولې.

له دې علاوه، په کواټ کې د صوبايي اسمبلۍ د یوې څوکۍ د نوماند عصمت الله خټک د مړینې له وجې انتخابات ځنډېدلي ول.

داراز، د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر علي امین ګنډه پور د ډېره اسماعیل خان د قامي او صوبايي اسمبلیو یوه، یوه څوکۍ ګټلې وه چې وروسته یې د قامي اسمبلۍ هغه خالي کړه.

XS
SM
MD
LG