د لاسرسي ځای

تازه خبر

له دوکۍ تښتول شوي د سکرو ۷ کیندونکي ازاد شوي دي


په کوټه کې مزدوران له کانه ایستلي سکاره لېږدوي - پخوانی انځور.
په کوټه کې مزدوران له کانه ایستلي سکاره لېږدوي - پخوانی انځور.

د بلوچستان له پښتون مېشته سیمې دوکۍ څخه څه باندې یوه میاشت مخکې د سکرو د کان تښتول شوي اووه مزدوران خوشې شوي دي.

مزدورانو مشال راډیو ته وویل چې تر ۳۸ ورځو وروسته د مې پر لومړۍ نېټه دوکۍ ته ستانه شول.

د کلا سیف الله اوسېدونکي یو کان کیندونکي قایم شیخ د مې پر لومړۍ مشال راډیو ته وویل چې ټولې شپې یې په داسې غرنۍ سیمه کې تېرې کړې دي چې پکې انسانان نه تر سترګو کېدل.

دی وايي، ټول ۱۱ تښتوونکي ول چې ورته به له نامعلوم ځای څخه پر خرو خواړه او نور شیان لېږدول کېدل.

شیخ زیاته کړه چې تښتوونکو ورسره ښه چلند کاوه او هېڅکله یې ورباندې تشدد نه دی کړی.

کان کیندونکي وايي چې دوی د بلوڅ بېلتونپالې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) غړو تښتولي ول خو د مارچ پر ۲۳مه د هغوی د تښتونې ذمه واري تر اوسه هېچا نه ده منلې.

مزدورانو وویل چې هغو کسانو د سکرو د کانونو پر مالکانو مالیه لګول غوښته نو د دې لپاره یې ورباندې د فشار په موخه هغوی وتښتول.

تر دې مخکې د مزدورانو او کارګرانو د ملي ټولنې (نیشنل لېبر فیډرېشن) ضلعي مشر امیر خان د مارچ پر ۲۶مه مشال راډیو ته ویلي ول چې بې اېل اې د مزدورانو د تښتولو پر مهال په لیکلي پیغام کې ویلي ول چې په دوکۍ کې دې کانکیندنه ژر تر ژره ودرېږي.

خو د دوکۍ د سکرو د کانونو د مالکانو ټولنې مشر سردار اکبر ناصر د مالیې یا ټیکس ورکولو دعوه رد کړه او زیاته یې کړه چې مزدوران بې له شرطه خوشې شوي دي.

د سیمې چارواکو لا پر دې موضوع څه نه دي ويلي.

د بلوچستان په هرنایي، دوکۍ او نورو سیمو کې د سکرو او نورو معدنیاتو کانونه دي. هلته وسلوال وخت پر وخت په بریدونو کې د سکرو د کانونو مزدوران او لېږدوونکي، امنیتي سرتېري او ولسي وګړي په نښه کوي.

د کان کېندونکو د ټولنې د چارواکو په وینا، په بلوچستان کې د سکرو په کانونو کې شاوخوا ۴۰،۰۰۰ مزدوران کار کوي چې زیاتره یې د خیبر پښتونخوا د شانګلې دي.

دا راز د سوات، بر دیر، کورمې او د افغانستان ګڼ اوسېدونکي هم په هغو درنګونو (کانونو) کې مزدوري کوي.

بلوڅ بېلتونپالې وسلوالې ډلې د بلوچستان له کانونو څخه د کویلې او نورو معدنیاتو د ایستلو خلاف دي.

تر دې وړاندې هم په بلوچستان کې د کویلې مزدوران تښتول شوي دي. د ۲۰۲۲ز کال په نومبر کې د صوبې له مچ سیمې څخه شپږ کانکیندونکي تښتول شوي ول.

له دې علاوه، ځینې وخت کانونه نړېږي یا پکې چاودنې کېږي چې مزدورانو ته مرګژوبله اړوي.

د مارچ پر ۱۹مه، د هرنايي، زردالو په غرونو کې د سکرو په کان کې ۱۲ مزدوران وژل شوي ول. هغه کسان تر روژه ماتي وروسته په کار بوخت ول چې په کان کې د ګیس جمع کېدو له وجې چاودنه وشوه.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن وايي، په هغه هېواد کې د سکرو د کان کیندونکو د حفاظت لپاره قوانین نه عملي کېږي.

خو په کوټه کي د کان کیندو د حفاظت د حکومتي ریاست (ډایرېکټرېت اف ماینز) مشر عبدالغني شاهواني مشال راډیو ته ویلي ول چې تر هغو چې د کانونو د ټېکو ورکولو نظام نه وي ختم شوی، هلته د ناوړه او مرګونو پېښو مخنیوی ستونزمن کار دی.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG