د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې ټرافيکي پېښې ۱۷ کسان وژلي دي


مرستندویه کارکوونکي د حب په ټرافيکي پېښه کې د وژل شویو کسانو جسدونه لېږدوي.
مرستندویه کارکوونکي د حب په ټرافيکي پېښه کې د وژل شویو کسانو جسدونه لېږدوي.

د بلوچستان په حب ضلع کې په یوه ټرافیکي پېښه کې لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي او تر ۴۰ زیات ژوبل شوي دي.

د پاکستان دولتي خبري اژانس، ډان، جيو نیوز او نورې رسنۍ وايي چې د سیند له مرکز کراچۍ سره نېږدې د پرتې حب ضلعې د پوليسو مشر احمد طلحه ولي د اپرېل ۱۰مې په پېښه کې د مرګژوبلې پخلی کړی دی.

نوموړي ډان نیوز ته ويلي چې د سيند له ټټې سيمې څخه يو ټرک چې پکې زایرین سپاره ول د بلوچستان په خضدار کې د شاه نوراني مزار ته پر لاره ول چې په حب ضلع کې کندې ته پرېوت.

د شاه نوراني مزار ته د بلوچستان او سیند په ګډون د پاکستان له بېلابېلو برخو څخه خلک ورځي. د ۲۰۱۶ز کال په نومبر کې په مزار کې په ځانمرګي برید کې تر ۵۰ زیات کسان وژل شوي ول. اسلامي دولت (داعش) ډلې د هغې حملې ذمه واري منلې وه.

دولتي خبري اژانس د بلوچستان د حکومتي ویاند شاهد رند له خولې وايي چې په پېښه کې ۱۳ تنه پر هم هغه ځای مړه شول.

ډان ورځپاڼه د چارواکو له خولې د ټپیانو شمېر ۴۰ یادوي خو جيو نيوز ووبپانې ليکي چې په پېښه کې تر ۵۰ زیات کسان ژوبل شوي دي.

جیو نیوز وايي چې ټپيان د کراچۍ سېول روغتون ته لېږدول شوي چې د اپرېل پر ۱۱مه یې د سيند اعلا وزیر سید مراد علي شاه لیدو ته ورغی. د جیو نيوز په خبره، اعلا وزیر خبریالانو ته وویل چې په پېښه کې ۱۷ کسان وژل شوي دي.

د نوموړي په وینا، ۵۲ ټپيان روغتون ته انتقال شوي چې پکې ۴۰ تر درملني وروسته فارغ شوي دي. هغه زیاته کړې چې په ټرک کې سپاره زیاتره کسان د بې وزله کورنیو غړي ول.

د سيند اعلا وزیر ويلي چې د پېښې زیاتره قربانيان د غریبو کورنیو غړي ول.
د سيند اعلا وزیر ويلي چې د پېښې زیاتره قربانيان د غریبو کورنیو غړي ول.

د پېښې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې مراد علي شاه وويل چې د دوی لومړی کار زخمیان روغتونونو ته رسول ول البته د پېښې پلټنې به د بلوچستان حکومت کوي.

دولتي خبري اژانس د رند له خولې ویلي دي چې د بلوچستان د روغتیايي چارو سېکرټر د پېښې په اړه د سیند له حکومت سره په رابطه کې دی.

د بلوچستان په ګډون د پاکستان په نورو برخو کې هم وخت په وخت دا ډول حادثې کېږي. د مارچ پر ۲۸مه د خیبر پښتونخوا په بونېر کې په ټرافیکي پېښه کې اته تنه وژل شوي ول. د هم هغې میاشتې پر ۱۰مه په لکي مروتو کې په یو ټرافیکي پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون څلور کسان ووژل شول. د مارچ پر لومړۍ نېټه په کوز کوهستان کې په ټرافیکي پېښه کې څلور کسان ووژل شول.

په پاکستان کې ټرافیکي پېښې اکثر د قوانینو نه عملي کېدو، د سړکونو د خرابوالي، د ډرېورانو د بې احتیاطۍ او داراز پر ټاکلي وخت د ګاډو د مرمت او معاینې نه کولو له وجې کېږي چې پکې ګڼو کسانو ته مرګژوبله اوړي.

XS
SM
MD
LG