د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بخښنې نړیوال سازمان: له پاکستانه د لکونو اسناد لرونکو افغانانو د ایستلو پرېکړه د هغوی ژوند خطر کې اچوي


د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳ز کال د نومبر پر لومړۍ نېټه د بې اسناده افغانانو د ایستلو بهیر پیل کړ - د نومبر درېیمې انځور.
د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳ز کال د نومبر پر لومړۍ نېټه د بې اسناده افغانانو د ایستلو بهیر پیل کړ - د نومبر درېیمې انځور.

د بخښنې نړيوال سازمان (اېمنسټي انټرنېشنل) د پاکستان پر حکومت غږ کړی دی چې له هغه هېواده دې د افغان کډوالو د "غیر قانوني اخراج" د مخنیوي لپاره د نړیوالو غوښتنې له پامه نه غورځوي.

ایمنسټي انټرنېشنل د اپرېل پر څلورمه په بیان کې د هغه سازمان د مهاجرینو د حقونو د چارواکي جېمز جینیون له خولې ليکلي چې د اسناد لرونکو کډوالو د ایستلو په اړه "هغه پرېکړه په ټول پاکستان کې د ۸۰۰،۰۰۰ افغان کډوالو ژوند په خطر کې اچوي."

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي دي چې تر روژې وروسته به له دې اقدام سره "د ځورونې او توقیف یوه بله څپه راپورته شي."

دا تر هغه وروسته ده چې د پاکستان يوشمېر رسنيو د مارچ پر ۱۸مه د پاکستانيو چارواکو له خولې خبر ورکړ چې په هغه هېواد کې د افغان سېټيزن یا د وګړيتوب کارډ لرونکو کډوالو په اړه معلومات غونډوي او د اپرېل پر ۱۵مه د هغوی د ايستلو بهیر په اړه غونډه کوي.

مشال راډيو د پاکستان د حکومت هغه اعلاميې تر لاسه کړي چې پکې پوليسو او د قانون پلي کوونکو ادارو کارکوونکو ته ويل شوي دي چې د هغو اسناد لرونکو افغان کډوالو او د هغوی د استوګنځايونو په اړه معلومات ورغونډ کړي چې افغان سېټېزن کارډ (اې سي سي) لري.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) ویاند قیصر خان اپرېدي په ۲۰۲۱ز کال کې مشال راډیو ته ویلي ول چې په هغه هېواد کې شاوخوا ۱۴ لکه داسې افغان کډوال اوسي چې هغې ادارې رجسټر کړي او د مهاجرت (پروف اف رجسټرېشن یا پي او ار) کارډونه لري.

اپرېدي ویلي ول چې شاوخوا ۸۰۰،۰۰۰ کسان د افغان سېټېزن یا تابعیت په نوم کارډونه لري چې د پاکستان د وګړو د نوملیکنې، شناختي کارډونو او نورو اسنادو ادارې (نادرا) ورته د سرحدي او قبایلي چارو وزارت په وینا ورکړي ول.

د بخښنې نړیوال سازمان د اپرېل څلورمې په بیان کې زیاته کړې ده چې د پاکستان حکومت دې "سمدستي" د تابعیت کارډونو لرونکو افغانانو د ایستلو له پرېکړې "په شا شي."

د پاکستان حکومت لا د بخښنې نړیوال سازمان د بیان په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو د خیبر پښتونخوا د کورنیو چارو وزارت ویاند لطیف الرحمان د اپرېل پر درېیمه مشال راډیو ته وویل چې په ټوله صوبه کې د افغان سېټېزن کارډونو لرونکو سروې روانه ده چې موخه یې د هغوی کره شمېر معلومول دي.

نوموړي په خبرو کې زیاته کړې وه چې حکومت د هغو کارډونو لرونکو افغانانو د ایستلو پرېکړه نه ده کړې او په دې اړه خبرونه یوازې ګنګوسې دي.

په پاکستان کې د اسناد لرونکو افغانانو د برخلیک په اړه اندېښنې تر هغې وروسته پیدا شوې دي چې پخواني لنډمهالي حکومت د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر په پیل کې ټولو بې اسناده بهرنیانو ته، چې غوڅ اکثریت یې افغانان دي، د هغې میاشت تر پای پورې له هېواده د وتلو غږ وکړ او د نومبر له لومړۍ څخه یې د هغوی د جبري ستنولو بهیر پیل کړ چې لا هم روان دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي چې د ۲۰۲۳ کال په وروستيو مياشتو کې شاوخوا پینځه لکه افغانان له پاکستانه په جبري ډول خپل هېواد ته استول شوي دي.

XS
SM
MD
LG