د لاسرسي ځای

تازه خبر

مومندو کې ځايي حکومتونه خلکو ته لمريزې ښېښې ورکوي


په پاکستان کې د توانايي د بحران له امله خلکو د متبادل په توګه شمسي انرژۍ ته مخه کړې ده. پخوانی انځور
په پاکستان کې د توانايي د بحران له امله خلکو د متبادل په توګه شمسي انرژۍ ته مخه کړې ده. پخوانی انځور

د خیبر پښتونخوا د مومندو په درې تحصیلونو کې به بلدیاتي حکومتونه ولس ته لمریزې ښيښې یا شمسیانې، بېټريانې او ځینې نور برقي الات په قسطونو (کښتونو) ورکوي.

په پنډیالۍ تحصیل کې د لومړي نمبر ویلېج کونسل چيرمېن مجید مومند د اپرېل پر ۲۵مه مشال راډيو ته وویل چې د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام (یو اېن ډي پي) په مرسته به خلکو ته لمريزې ښېښې، بېټریانې او برقي الات ورکوي.

نوموړي زیاته کړه "که څوک هم دا سامانونه غواړي نو هغوی دې د ويلېج کونسل له چيرمېن سره خپل نوم، د پلار نوم، د شناختي کارډ نمبر او ټېلېفون درج کړي."

خیبر کې خلک له لمرینې انرژۍ چلېدونکي سامانونه اخلي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:40 0:00

ده وویل چې پر دې منصوبه به د مومندو په ۶۳ ويلېج کونسلونو کې د قرعه اندازۍ یا پچې له لارې د درو کونسلونو انتخابات کېږي.

د مجید مومند په خبره، د دې ټولو سامانونو بیه ۱۱۰،۰۰۰ روپۍ ده چې خلک به د میاشتې پر سر د ۳،۰۰۰ روپيو قسط جمع کوي. نوموړي زیاته کړه چې په لومړي پړاو کې به دا سامان یوازې ۳۵ کورنیو ته ورکول کېږي.

ځايي خلکو له مشال راډيو سره په خبرو کې په دې پروګرام خوشالي څرګنده کړې ده او غوښتنه کوي چې پروګرام دې نور پراخ کړي چې د سيمې زیات خلک ورڅخه ګټه واخلي.

پاکستان له کلونو راهيسې د توانايي له بحران سره مخامخ دی او خلکو د متبادل په توګه شمسي انرژۍ ته مخه کړې ده. په بلوچستان او خيبر پښتونخوا کې په ځانګړې توګه د بجلۍ لوډشېډنګ ډېر زیات دی او هلته ډيری خلک له لمریزو ښېښو يا شمسیانو څخه زیات کار اخلي خو بېوزله کسان د شمسیانو د اخیستلو مالي توان نه لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG