د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګرو ملتونو په غزه کې د ډله ییزو قبرونو په اړه د شفافو پلټنو غوښتنه کړې ده


روغتیايي کارکوونکي د خان یونس په ناصر روغتون کې له ډله ییز قبره مړي باسي - د اپرېل ۲۳مې انځور.
روغتیايي کارکوونکي د خان یونس په ناصر روغتون کې له ډله ییز قبره مړي باسي - د اپرېل ۲۳مې انځور.

ملګرو ملتونو د غزې د جګړه ځپلې سيمې په دوو لویو روغتونونو کې د هغو ډله ییزو قبرونو په اړه د "روښانه، شفافې او باوري څېړنې" غوښتنه کړې ده چې اسرايیليو پوځیانو ورباندې چاپې وهلې وې.

د ملګرو ملتونو ویاند سټېفان دوجارېک خبریالانو ته وویل چې باوري پلټونکي باید هغو ساحو ته لاسرسی ولري.

نوموړي د اپرېل پر ۲۳مه په خبرو کې زياته کړه چې په غزه کې د واقعیتونو په اړه د راپور ورکولو لپاره د نورو خبریالانو اړتيا هم شته چې په خوندي توګه کار وکړي.

د اپرېل پر ۲۳مه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ادارې مشر فولکر تورک وویل چې هغه په غزه ښار کې د شفا طبي مرکز او په جنوبي ښار خان یونس کې د النصر روغتون ویجاړولو له امله "وېرېدلی" وو.

دا تر هغه وروسته ده چې د اپرېل پر ۲۲مه په غزه تړانګه کې د فلسطین ملکي دفاع ډلو وویل چې هغوی د خان یونس د مرکزي روغتون په انګړ کې په يو ډله ييز قبر کې ۲۸۳ جسدونه موندلي دي.

حماس، چې امریکا او اروپایي ټولنې ترهګره ډله ګرځولې، د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراییلو برید وکړ او شاوخوا ۱،۲۰۰ اسراييلي وګړي يې ووژل او۲۵۰ کسان یې یرغمل کړل.

تر اوسه یوشمېر یرغمل شوي د یو جوړ جاړي له لارې خوشې شوي دي. اسراییلو د حماس د برید په غبرګون کې سختې پوځي کاروايۍ ته دوام ورکړی دی. په جګړه کې تر ۳۴،۰۰۰ زیات فلسطینیان وژل شوي دي چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG