د لاسرسي ځای

تازه خبر

جو بایډن وايي اوکراین ته د پوځي مرستو مسوده لاسلیکوي


د امریکا ولسمشر جو بایډن د کانګرې غونډې ته د وینا پر مهال ـ پخوانی انځور.
د امریکا ولسمشر جو بایډن د کانګرې غونډې ته د وینا پر مهال ـ پخوانی انځور.

د امريکا ولسمشر ويلي چې د ځنډ ښکار د پوځي مرستو هغه قانوني مسوده لاسلیکوي چې سېنېټ د اپرېل پر۲۳مه منظورې کړې.

جو بایډن په بیان کې ويلي، چې څنګه یې مسوده مېز ته ورورسي نو په لاسلیکولو به یې په قانون بدله کړي او امريکايي ولس ته به وینا وکړي چې دا ډول هېواد يې په روانه اوونۍ کې اوکراین ته د وسلو او نورو سامانونو لېږد پیل کړي.

د امريکا سېنېټ هغه مسودې منظورې کړې چې پکې اوکراین ته د ۶۱ اربه امریکايي ډالرو پوځي مرستې شاملې دي.

تر دې وړاندې د اپرېل پر ۲۰مه تر څو میاشتینیو بحثونو او لانجو وروسته د امريکا استازو جرګې هم هغه مسودې منظورې کړې وې.

د سېنټ ۸۰ غړو د مسودو په حق او ۱۹ يې په مخالفت کې رايې ورکړې. په دې کې يو بېل اوکراین ته د ۶۱ اربه ډالرو ورکولو، دويم اسراييلو ته د ۲۶ اربه ډالرو، درېیمه مسوده د ارام بحر او هند په شاوخوا سیمه کې د کمیونسټ چین د مخنیوي لپاره د څه باندې اته اربه ډالرو او څلورمه پر ټولنیزې شبکې ټېک ټاک د ممکنه بندیز، د روسيې د کنګل شویو شتمنيو اوکراین ته د انتقالولو او پر ايران د نویو بندیزونه لګولو په اړه ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG