د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران له روسیې څخه د جنګي جېټ الوتکو ترلاسه کولو خبرونه ناسم بللي دي


د روسیې جوړې کړې سوخوی سو-۳۵ جېټ الوتکې د یو روزنیز پرواز پر مهال ـ انځور له ارشیفه.
د روسیې جوړې کړې سوخوی سو-۳۵ جېټ الوتکې د یو روزنیز پرواز پر مهال ـ انځور له ارشیفه.

ایرانیو چارواکو له روسیې څخه د سوخوی اېس یو ۳۵ جنګي جېټ الوتکو ترلاسه کولو په اړه د رسنیو راپورونه رد کړي دي.

په ایران کې د فرارو خبري اژانس د راپور له مخې، په ایرانیو رسنیو کې هغه راپورونه چې تهران به په راتلونکو ورځو کې د تر ټولو نوي نسل الوتکې ترلاسه کړي، ناسم دي.

رسنیو په خپلو خبرونو کې د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک ته نېږدې اېس اېن اېن اژانس راپور ته اشاره کړې وه.

خو هغه اژانس وروسته بیا پر خپله ټېلېګرام پاڼه له دفاع له وزارت سره تر مشورې وروسته هغه راپور رد کړ. دفاع وزارت تېر کال ویلي ول چې ایران له روسیې څخه د اېس یو ۳۵ جنګي الوتکو تر څنګ اېم ای-۲۸اېچ هېلېکاپټرې او یاک-۱۳۰ جېټ الوتکې اخیستې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د ایران او اسراییلو ترمینځ ترینګلتیا زیاته شوې ده او دواړو هېوادونو پر یو بل بریدونه هم کړي دي.

دا تر هغې وروسته ده چې د اپرېل پر لومړۍ نېټه د شام (سوریې) په پلازمېنه دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسرايیلو په مبیینه هوايي برید کې د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو د قدس ځواک د یو قومندان جنرل محمد رضا زاهدي په ګډون اووه لوړپوړي چارواکي ووژل شول.

ایران د دې په غبرګون کې د اپرېل پر ۱۴مه سهار دوه بجې پر اسراییلو د بې پيلوټه الوتکو او توغنديو بريدونه وکړل. تر هغې شاوخوا یوه اوونۍ وروسته د اپرېل پر ۱۹مه اسراییلو د ایران پر اصفهان ځوابي حمله وکړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG