د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر پښتونخوا کې د باران له کبله د وژل شویو شمېر ٦٣ ته رسېدلی


په چارسده کې له باران او سېلاب څخه اغېزمن شوي د خپلو کورونو بهر ولاړ دي ـ د اپرېل ۱۵مې انځور.
په چارسده کې له باران او سېلاب څخه اغېزمن شوي د خپلو کورونو بهر ولاړ دي ـ د اپرېل ۱۵مې انځور.

په خیبر پښتونخوا کې د اپریل له ۱۲مې نېټې راهیسې پیل شوې د تېزو بارانونو لړۍ لا روانه ده چې پکې د چارواکو په وینا تر دې مهاله لږترلږه ٦٣ کسان وژل شوي او ۷۸ نور ژوبل شوي دي.

له بارانونو وروسته په یو شمېر سیمو کې سېلابونه راغلي، کورونه یې نړولي او لارې یې بندې کړې دي.

د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام ادارې د اپرېل پر ۲۱مه په بیان کې ویلي چې په وژل شویو کې ۳۳ ماشومان، ۱۵ مېرمنې او ۱۵ نارینه شامل دي.

د یادې ادارې په وینا، دا زیانونه د صوبې په ۲۱ ضلعو کې رسېدلي دي.

په دې ضلعو کې خیبر، کوز او بر دیر، کوز چترال، سوات، باجوړ، شانګله، مانسهره، مومند، ملاکنډ، کرک، ټانک، مردان ، پپښور، چارسده، بونير، هنګو، بټګرام، بنو، شمالي وزيرستان ، کوهاټ او اورکزی ضلع شامل دي.

د پي ډي اېم اې ترمخه د خېبرپښتونخوا په مختلفو ضلعو کې د دېوالونو او چتونو غورځېدو له کبله په بېلا بېلو پېښو کي ٣٢٠٢ کورونو ته زیان رسېدلی دی.

د دوی په وینا، په دې کي ٤٧٧ کورونه مکمل ړنګ شوي دي او ٢٧٢٥ کورونو ته جزوي زیان رسیدلی دی.

صوبايي حکومت د مړو او ژوبلو له کورنیو سره د مرستو لپاره ۱۱۰ اربه روپۍ جاري کړې دي او په قبایلي ضلعو کې د مرستو لپاره ٩٠ ملینه روپۍ جاری کړل شوې دي.

په پاکستان کې د بارانونو د روانې لړۍ له امله په سیندونو کې د اوبو کچه لوړه شوې ده او په ځينو سیمو کې فصلونو او باغونو ته هم تاوانونه اوښتي دي.

اخوا د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې (اېن ډي اېم اې) ویلي دي چې د پاکستان په مختلفو برخو کې د اپرېل له ۱۷مې څخه د بارانونو بله لړۍ پیل شوې چې د اپرېل میاشتې تر ۲۲مې پورې به روانه وي.

هغې ادارې په بیان کې ویلي دي چې تر دې وروسته به د اپرېل له ۲۵مې څخه تر ۲۹مې پورې د ورښتونو یوه بله لړۍ پیلېږي.

اې ډي اېم اې ویلي دي چې د اپرېل په وروستۍ اوونۍ کې د تېزې سیلۍ یا طوفان پر مهال د ږلۍ ورېدو امکان هم دی.

هغې ادارې له خلکو غوښتي دي چې د شړکنده بارانونو پر مهال دې هغو غرییزو سیمو ته له سفره ډډه وکړي چې له خطر سره مخامخې دي.

اېن دي اېم اې داراز خلکو ته د احتیاط کولو سپارښتنه هم کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د فبرورۍ له پایه د مارچ تر پیله او بیا د مارچ په پای کې د ورښتونو پر مهال په پېښو او سېلابونو کې لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه.

د پاکستان وزیراعظم میا شهباز شریف هغه مهال ویلي ول چې وفاقي حکومت په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې په ورښتونو او سېلابونو کې له ځپل شویو خلکو سره پوره مرسته کوي.

وزیراعظم په ورښتونو کې د پېښو او سېلابونو پر مهال د وژل شویو کورنیو ته ۲۰، ۲۰ لکه او ژوبلو کسانو ته د پینځه لکه روپیو ورکولو اعلان کړی وو.

شریف داراز ویلي ول چې د بارانونو او واورو له وجې د بشپړو ړنګو شویو کورونو مالکانو ته اووه، اووه لکه روپۍ ورکوي.

شریف د مارچ پر پینځمه د بلوچستان سختې ځپل شوې سیمې ګوادر ته د سفر پر مهال د بشپړو ورانو شویو کورونو مالکانو ته د اووه نیمو لکو او د جزوي ړنګو کورونو مالکانو ته د درې نیمو لکو روپیو ورکولو اعلان کړی وو.

XS
SM
MD
LG