د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کراچۍ پولیسو پر جاپانیانو د برید په تور ځینې کسان نیولي دي


د اپرېل پر ۱۹مه په کراچۍ کې د حملې ښکار شوی د جاپانیانو ګاډی د پېښې په ځای کې ولاړ دی.
د اپرېل پر ۱۹مه په کراچۍ کې د حملې ښکار شوی د جاپانیانو ګاډی د پېښې په ځای کې ولاړ دی.

د کراچۍ پوليسو او امنيتي ادارو د هغه ښار په ملير او لیاري سيمو کې د بلوڅانو پر کورونو چاپه وهلې دي، او ځېني کسان یې نیولي دي.

د کراچۍ پولیسو او د ترهګرۍ ضد پولیسو(سي ټي ډي) د اپرېل پر ۲۰مه، د نومونو پټ ساتلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې ځینې مشکوک کسان یې نیولي دي او پلټنې یې ورڅخه پيل کړي دي. پولیسو په دې اړه نور مالومات ور نه کړل.

دا په داسې حال ده چې د اپرېل پر ۱۹مه د کراچۍ په مانسهره کالونۍ کې د جاپانیانو پر ګاډي ځانمرګی برید وشو. تر برید وروسته وسلوالو پر هغه ګاډي ډزې هم وکړې.

په برید کې جاپاني وګړو ته زیان و نه رسېد خو يو ساتونکی یې ووژل شو او دوه ژوبل شول.

پولیس وایي هغو بهرنیانو د کراچۍ په صنعتي زون کې کار کولو او هره ورځ له هغې سیمې تېریدل.

د برید ذمه واري چا نه ده منلې خو د کراچۍ پولیس وایي په برید کونکو کې یو تن سهیل احمد دی او هغه د بلوچستان د پنجګور دی.

کراچۍ کې د جاپانيانو پر ګاډي بريد کې يو ساتونکی وژل شوی دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:09 0:00

پولیس ادعا کوي چې سهیل احمد او د هغه ملګري له تېرو څو ورځو راهیسې کراچۍ ته ورغلي او په ملیر او لیارۍ کې اوسېدلي ول.

پولیس وایي چې په کومو کورونو یې چاپی وهلې دي نو هغو کورنیو نه یوازې برید کوونکو ته د شپې ځای ورکړی بلکې ورته یې پوره اسانتیاوې هم ورکړې دي.

بل خوا په کراچۍ کې بلوڅ بکجهتي کمېټۍ غړو د پولیسو دغه څرګندونې رد کړي او ویلي یې دي چې پولیسو او رینجرز ځواکونو د هغو کسانو پر کورونو چاپی وهلې دي چې د لادرکه بلوڅانو او بلوچستان دخلکو د حقونو لپاره یې سوله ییز لاریونونه کړي او خپل غږ یې پورته کړی دی.

دوی ادعا کوي چې پولیس او رینجرز یې په کورونو ننوتي او ښځې او ماشومان یې وهلي او هوایي ډزې یې کړي دي.

فعالانو پر ټولنیزو رسنیو ځینې ویډیوګانې خپرې کړي دي او ادعا یې کړې ده چې په ملیر او لیارۍ کې د امنیتي سرتېرو د بلوڅانو سره ناوړه چلند کړی دی.

فعالې ماهرنګ بلوڅې پر اېکس د ځینو ویډیو خپرولو سره لیکلي دي چې د ریاست لخوا پر بلوڅان تشدد دوام لري.

په کراچۍ کې د بلوچ يکجهتي کونسل د ورکو بلوڅانو لپاره مظاهرې کوي او د هغوی د خلاصولو غوښتنه کوي.

په پاکستان کې وخت په وخت په بهرنیو وګړو بریدونه کېږي. په کراچۍ کې په جاپانیانو برید په داسې وخت کې شوی دی چې د مارچ پر ۲۶مه د خیبر پښتونخوا د شانګلې ضلعې په بشام سیمه کې په یو ځانمرګي برید کې پینځه چینایي انجینران او د هغوی پاکستانی ډرېور ووژل شول.

هغو انجینرانو په داسو کې د اوبو بند او برېښناکوټ پر جوړولو کار کاوه.

د هغې حملې ذمه واري چا نه ده منلې خو تر دې وړاندې په کراچۍ او بلوچستان پر چینایانو د شویو ځینو حملو ذمه واري بلوڅ بېلتونپالو وسلوالو ډلو منلې دي.

XS
SM
MD
LG