د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډېره اسماعیل خان کې د ګمرکي چارو ادارې پر کارکوونکو برید کې ۷ تنه وژل شوي دي


د ډېره اسماعیل خان روغتون مخې ته پولیس ولاړ دي ـ پخوانی انځور
د ډېره اسماعیل خان روغتون مخې ته پولیس ولاړ دي ـ پخوانی انځور

د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې په یو وسلوال برید کې د ګمرکي چارو یا کسټمز ادارې د پینځو کارکوونکو په ګډون اووه تنه وژل شوي دي.

د ډېره اسماعیل خان پولیسو په بیان کې ویلي دي چې وسلوالو د اپرېل پر ۱۸مه مازیګر مهال په درابڼ کې د کسټمز ادارې پر ګاډي ډزې وکړې چې پکې پینځه کارکوونکي ووژل شول.

بیان وايي چې په ډزو کې یو بل ګاډی هم لګېدلی چې پکې یوه څلور کلنه ماشومه او یو سړی ووژل شول.

پولیس وايي چې تر پېښې وروسته یې په درابڼ کې د وسلوالو د لټون لپاره عملیات پیل کړي دي.

د ګمرکي چارو د ادارې پر ګاډي د برید ذمه واري لا چا نه ده منلې.

په هغه سیمه کې تر دې مخکې هم وسلوالو حملې کړې دي. د مارچ پر ۲۱مه هلته پر پوځي قافلې په ځانمرګي برید کې دوه سرتېري وژل شول ول.

تر دې مخکې په فبرورۍ کې په درابڼ کې پر چوډه (چودوان) تاڼې په حمله کې ۱۰ پولیس وژل شوي ول. د هغو حملو مسوولیت هم چا نه وو منلی.

په درابڼ کې پر امنیتي ځواکونو يو شمېر حملې شوې دي چې یوه هغه يې د ۲۰۲۳ز کال د ډېسېمبر پر ۱۲مه شوې وه چې پکې ۲۳ پوځيان وژل شوي او تر ۳۰ زیات ټپیان ول.

د هغې حملې ذمه واري د تحریک جهاد پاکستان په نوم یوې کمې پېژندل شوې ډلې منلې وه.

په خیبر پښتونخوا کې وخت پر وخت پر پولیسو او نورو امنیتي سرتېرو، او داراز، پر حکومتي کارکوونکو، ولسي مشرانو، سیاستوالانو، دیني عالمانو او فعالانو حملې کېږي.

د مارچ په ۱۶ مه وسلوالو د شمالي وزیرستان د ميرلي پر پوځي مرکز په ځانمرګي بريد او تر هغه وروسته په ډزو کې د پوځ د دوو افسرانو په ګډون اووه سرتېري ووژل.

د پاکستان پوځ دا نه وو ويلي چې هغه بريد چا کړی وو خو د پاکستانیو طالبانو حافظ ګل بهادر ډلې د برید ذمه واري منلې وه.

په خيبر پښتونخوا کې له اوږدې مودې راهيسې ناامني ده چې پرضد يې ولسونو پراخې مظاهرې، جلسې او جرګې کړې دي.

د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG