د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ټانک کې وسلوالو د پولیسو پر پوسته برید کړی دی


پولیس وايي برید د ټانک په ګومل سیمه کې شوی دی.
پولیس وايي برید د ټانک په ګومل سیمه کې شوی دی.

د خیبر پښتونخوا په ټانک کې د پولیسو پر پوستې د وسلوالو تر برید وروسته نښته شوې، خو چا ته پکې مرګژوبله نه ده اوښتې.

د ټانک ضلعې د پولیسو یو چارواکي شریف الله مشال راډیو ته وويل چې وسلوالو د اپرېل پر ۱۷مه په ګومل کې پر پوسته حمله وکړه.

شريف الله وايي چې په سيمه کې یې د وسلوالو د لټون عملياتو ته دوام ورکړی. "ناکه بندي مو کړې ده او ځای پر ځای لټون روان دی."

پر پوليس څوکۍ د بريد ذمه واري چا نه ده منلې.

د ټانک ضلعې د اېکشن کمېټې مشر شمس مسید مشال راډیو ته ويلي دي چې په تېرو څو مياشتو کې د ضلعې امنیت ډېر خراب شوی او د خلکو ژوند له ستونزو سره مخامخ دی.

په خیبر پښتونخوا کې وخت پر وخت پر پولیسو او نورو امنیتي سرتېرو، او داراز، پر حکومتي کارکوونکو، ولسي مشرانو، سیاستوالانو، دیني عالمانو او فعالانو حملې کېږي.

په هغه صوبه کې له اوږدې مودې راهيسې بدامني ده چې پرضد يې ولسونو پراخې مظاهرې، جلسې او جرګې کړې دي.

د اپرېل پر ۱۳مه په بونېر کې د وسلوالو پرضد د عملیاتو پر مهال په نښته کې دوه سرتېري او یو مشکوک وسلوال ووژل شول. تر دې شاوخوا یوه اوونۍ مخکې په باجوړ او ټانک کې په دوو حملو کې د یو افسر په ګډون دوه پولیس وژل شوي او یو ژوبل شوی وو.

تر دې مخکې د اپرېل پر پینځمه لکي مروتو او جنوبي وزیرستان کې په دوو حملو کې د یو افسر په ګډون درې پولیس ووژل شول.

د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG