د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات کې يوه ښځه او سړی وژل شوي دي


د پاکستان په بېلا بېلو برخو کې وخت په وخت ناموسي وژنې کېږي. پخوانی انځور
د پاکستان په بېلا بېلو برخو کې وخت په وخت ناموسي وژنې کېږي. پخوانی انځور

د خیبر پښتونخوا د سوات پولیس وايي چې د "ناموس په نوم" یوه ښځه او یو سړی وژل شوي او د وژنو په تور يې دوه تنه نیولي دي.

د سوات د کانجو تاڼې مشر رحیم خان د اپرېل ۱۵مه مشال راډیو ته وویل چې دا پېښه پرون د کانجو په ډېرۍ سیمه کې شوې ده. نوموړي زیاته کړه چې دا ښځه او سړی د کبابو په یو دوکان کې ناست ول چې ورباندې ډزې وشوې او ووژل شول.

رحیم خان وايي چې په دې تور یې دوه تنه له وسلې سره نیولي دي او د ده په دعوه "هغوی د وژنو تور" منلی دی.

په سوات کې د مېرمنو د حقونو لپاره د کارکوونکې ادارې اوېکنینګ مشر عرفان حسېن بابک مشال راډیو ته وویل چې سږ کال تر اوسه پورې په سوات کې ۱۶ ښځې وژل شوې دي. د ده په وینا، په دې کې ۹ د غیرت په نوم وژل شوې دي.

له سوات پرته په بلوچستان او د پاکستان په نورو برخو کې هم وخت په وخت ناموسي وژنې کېږي. د ښځو د حقونو لپاره کارکوونکي سازمان عورت فاونډېشن د ۲۰۲۳ز کال په مې کې په یو رپورټ کې وویل چې په بلوچستان کې په تېرو پینځو کلونو کې د پت یا ناموس په نوم د ۱۴۹ ښځو د وژنو پېښې ثبت شوې دي.

په پاکستان د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي او خوندیتوب لپاره قوانین شته چې پکې پر ښځو د تېزاب اچونې، کورني تاوتریخوالي، ځورونو او د ناموسي وژنو په څېر جرمونو لپاره سختې سزاګانې بیان شوې دي.

XS
SM
MD
LG