د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بونېر کې ټرافیکي پېښې ۸ کسان وژلي دي


د روان کال د فبرورۍ پر څلورمه په بونېر کې په ټرافیکي پېښه کې ۴۰ پولیس ژوبل شوي ول.
د روان کال د فبرورۍ پر څلورمه په بونېر کې په ټرافیکي پېښه کې ۴۰ پولیس ژوبل شوي ول.

د خیبر پښتونخوا په بونېر کې په یوه ټرافیکي پېښه کې اته کسان وژل شوي دي. په سیمه کې د ژغورنې ادارې ریسکیو ۱۱۲۲ ویاند نیاز علي مشال راډیو ته وویل چې پېښه د مارچ پر ۲۸مه، د چغرزو تحصیل په لېرې پرته سیمه شنګړه کې شوې ده.

هغه وویل، یو ډاټسن موټر چې له سواړۍ سیمې، شنګړې ته روان وو، په غره کې له سړکه ژورې کندې ته پرېوتی دی او د یوې کورنۍ اته کسانو پکې خپل ژوند بایللی دی. په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم دي.

نیاز علي وايي، ژغورنې ادارې د ځايي خلکو په مرسته کندې ته د پرېوتو کسانو جسدونه پورته کړې دي.

د خیبر پښتونخوا په لېرې پرتو غرییزو سیمو کې دا ډول ټرافیکې حادثې مخکې هم مخې ته راغلي چې پکې ډېری خلک وژل شوي او ژوبل شوي دي.

د خیبر پښتونخوا په ګډون د پاکستان په نورو برخو کې هم وخت په وخت دا ډول حادثې کېږي. د مارچ پر ۱۰مه په لکي مروتو کې په یو ټرافیکي پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون څلور کسان ووژل شول.

د مارچ پر لومړۍ نېټه په کوز کوهستان کې په ټرافیکي پېښه کې څلور کسان ووژل شول. تر هغې مخکې، د فبرورۍ پر ۱۸مه د مومندو په ساپیو کې د بس او موټر په ټکر کې پینځه تنه ووژل شول. په بونېر کې د فبرورۍ پر ۴مه په ټرافیکي پېښه کې ۴۰ پولیس ژوبل شوي ول.

په پاکستان کې ټرافیکي پېښې اکثر د قوانینو نه عملي کېدو، د سړکونو د خرابوالي، د ډرېورانو د بې احتیاطۍ او داراز پر ټاکلي وخت د ګاډو د مرمت او معاینې نه کولو له وجې کېږي چې پکې ګڼو کسانو ته مرګژوبله اوړي.

XS
SM
MD
LG