د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بخښنې نړیوال سازمان له پاکستانه د اېکس شبکې د "سمدستي بحالۍ" غوښتنه کړې ده


په پاکستان کې خلک اېکس شبکه پر سیاسي موضوعاتو د بحث او خبرونو شریکولو لپاره کاروي ـ انځور له ارشیفه.
په پاکستان کې خلک اېکس شبکه پر سیاسي موضوعاتو د بحث او خبرونو شریکولو لپاره کاروي ـ انځور له ارشیفه.

د بخښنې نړیوال سازمان (اېمنسټي انټرنېشنل) له پاکستانه غوښتنه کړې چې په هغه هېواد کې دې ټولنيزه شبکه اېکس، چې پخوا ټوېټر نومېده، "سمدستي بحاله" کړي.

د بشري حقونو هغه سازمان د مارچ پر ۱۶مه پر خپله اېکس او ووبپاڼه په یوه بیان کې ويلي چې په پاکستان کې اېکس شبکه د فبرورۍ له ۱۷مې بنده شوې ده او هغوی له ۲۸ نورو مدني ټولنو او د بشري حقونو له سازمانونو سره يو ځای په هغه هېواد کې د اېکس د بیا بحالۍ لپاره یوه ګډه اعلامیه لاسلیک کړې ده.

په بیان کې ویل شوي "دا کړنې نه یوازې د بیان د ازادۍ او معلوماتو ته د لاسرسي اساسي حقونه تر پښو لاندې کوي بلکې د ریښتینو سیاسي خبرو اترو د ټکولو یو ستونزمن مثال هم رامینځته کوي."

هغې ډلې له پاکستانيو چارواکو غوښتنه کړې چې د هغه هېواد د بشري حقونو له نړیوالو ژمنو سره سم دې د بیان ازادي او معلوماتو ته د لاسرسي حقونه وساتي.

تر دې وړاندې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټۍ (کمېټي ټو پروټېکټ جرنلېسټس یا سي پي جې) او په پاکستان کې د خبريالانو او بشري حقونو سازمانونو د هغه هېواد په یوشمېر برخو کې ټولنیزې شبکې اېکس ته د خلکو د لاسرسي پر محدودولو اندېښنه څرګنده کړې وه.

د پاکستان عدالتونو هم په هغه هېواد کې اېکس ته د خلکو د لاسرسي پر محدودولو اورېدنې کړې دي.

اسلام اباد های کورټ د مارچ پر ۱۳مه د مخابراتي چارو د ادارې (پاکستان ټېلېکمیونیکېشن اتارټي یا پي ټي اې) استازي احضار کړي ول.

د پي ټي اې استازو عدالت ته وويل چې هغوی ته دې د ځواب لپاره نور وخت ورکړل شي. وروسته عدالت د پي ټې اې غوښتنه ومنله.

تر هغه وړاندې، د مارچ پر پينځمه د پي ټي اې وکيل د يوې اورېدنې پر مهال سيند های کورټ ته وويل چې د کورنيو چارو وزارت او نورو امنيتي ادارو پر سپارښتنه يې د امنيتي وجوهاتو له کبله د انټرنېټ خدمات ځنډولي ول.

د نېټ بلاکس په نوم یوې ادارې، چې پر نړيواله سطحه انټرنېټي چارې څاري، د فبرورۍ پر ۲۱مه په یو بیان کې په پاکستان کې د فبرورۍ له ۱۷مې راهیسې پر اېکس د محدودیت تصدیق کړی دی. هغې ادارې د فبرورۍ پر ۱۷مه هم ویلي ول چې په پاکستان کې اېکس ته د خلکو لاسرسی محدود شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د فبرورۍ پر ۱۷مه د راولپېنډۍ کمېشنر لياقت علي چټه د يوې خبري غونډې پر مهال د فبرورۍ اتمې په عامو انتخاباتو کې د مبينه ټګيو "اعتراف" وکړ او له خپلې څوکۍ یې استعفا ورکړه.

پر هم هغه ورځ په انتخاباتو کې د درغلۍ پر ضد د تحریک انصاف او نورو ګوندونواحتجاجونه هم روان ول.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن سمدستي د چټه تورونه رد کړل او د پلټنو امر يې وکړ. له دې پرته، نګران حکومت او کمېشن په بیا بیا ویلي دي چې د فبرورۍ اتمې انتخاباتي بهیر پوره شفاف او منصفانه وو.

په پاکستان کې ګڼ خلک پر سیاسي او نورو موضوعاتو د بحث او د خبرونو خپرولو لپاره اېکس کاروي. په وروستیو کې هم ډېرې خلک په انتخاباتو کې د مبینه درغلیو پر ضد د غونډو په اړه پر اېکس ژوندي بحثونه او لیکنې، ویډیوګانې او عکسونه خپروي.

په پاکستان کې د فبرورۍ پر اتمه ټولټاکنې وشوې. پر هغه ورځ حکومت د هغه هېواد په ګڼو برخو کې د موبایل ټېلېفون او انټرنېټي خدمات ځنډولي ول. هغه وخت د کورنیو چارو وزارت ویلي ول چې دا کار یې د امنیت ټینګښت لپاره کړی وو.

XS
SM
MD
LG