د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر طالبانو د نجونو او ښځو پرضد د "ځپونکو اقداماتو" درولو غږ کړی دی


د ماګرو ملتونو امنيت شورا غونډه ـ انځور له ارشيفه
د ماګرو ملتونو امنيت شورا غونډه ـ انځور له ارشيفه

د ملګروملتونو د امنیت شورا څه باندې دوه پردریمې برخې غړو له طالبانو غوښتنه کړې چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرزدکړو بندیز او د ښځو د کار او ازاد تګ راتګ د حق په ګدون ټول ځپونکي او تبعیضي سیاستونه او فرمانونه لغوه کړي.

امنیت شورا د فبرورۍ پر ۲۶مه د افغانستان په اړه د بندو دروازو ترشا له غونډې وروسته په خپره کړې اعلاميه کې ويلي دي چې د هغې شورا له ۱۵ غړو يې ۱۱ د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته پرښځو او نجونو د هغوی له لوري ځپنه غندلې او یو ځل بیا یې په عامه، سیاسي، اقتصادي، کلتوري او ټولنیز ژوند کې، په ځانګړې توګه د افغانستان په اوسنۍ واکمنۍ کې چې د نړیوال تعامل د زیاتوالي لټه کوي، د پرېکړې کولو په ټولو سطحو کې د هغوی پرمساوي ګډون ټینګارکړی دی.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوره یي مشرې او د ګایانا استازې کارولین رودریګوز په اعلاميه کې وویل "موږ په افغانستان کې د طالبانو دوامداره، منظم تبعیض او د ښځو او نجونو ځپل په کلکه غندو او غواړو چې طالبان د منځنیو ښوونځیو او لېسو د زده کوونکو نجونو پر زدکړو، د ښځو د کار، تګ راتګ او د بیان د ازادۍ پر حقونو د بندیزونو په ګډون ټولې هغه تګلارې او فرمانونه سمدستي بېرته واخلي چې ښځې او نجونې ځپي."

په اعلامیه کې د امنیت شورا ۱۱ غړو هېوادونو لکه امريکا، بريتانيې، فرانسې، سوېټزرلينډ، سلووېنيا، مالټا، جاپان، جنوبي کوريا، اکواډور، ګيانا او سېریلیون یادونه کړې چې په افغانستان کې یوازې هغه وخت تلپاتي سوله ټینګېدای شي چې هغه هېواد یو ټول شموله سیاست مخ ته یوسي او د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو د بشري حقونو درناوی وکړي.

دا له هغه وروسته ده چې په دوحه کې د فبرورۍ پر ۱۸ او ۱۹مه د ملګرو ملتونو په مشرۍ د افغانستان په اړه غونډه شوې وه چې پکې د شاوخوا ۲۸ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو ګډون کړی وو.

په ناسته کې طالبانو ته هم بلنه ورکړل شوې وه، خو هغوی د خپلو شرطونو د نه منل کېدو له امله په دې غونډه کې ګډون ونه کړ.

دا په دوحه کې د ملګرو ملتونو په مشرۍ د افغانستان په اړه دویمه غونډه وه. تر دې مخکې د ۲۰۲۳ز کال په مې میاشت کې شوې غونډې ته د طالبانو حکومت استازي نه ول وربلل شوي.

طالبان د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان واکمن شول او له هغه راهیسې یې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعلیم او کار بندیزونه او محدوديتونو لګولې دي.

د طالبانو حکومت وايي چې د نجونو د زدکړو لپاره پر یوه تګلاره او د مناسب چاپېریال پر جوړولو کار کوي، خو تر اوسه یې دا نه دي ویلي چې په تېرو څه باندې دوو کلونو کې په دې برخه کې څومره پرمختګ شوی دی.

XS
SM
MD
LG